د روغتیا وزیر: ۳ میلیونه افغانان په نشو روږدي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د سروي له مخې په افغانستان کې ۳ میلیونه کسان په نشه يې توکو اخته دي، دغه سروې د هېواد په ټولو ولایتونو کې شوې، چې له مخې یې په ۲۰۱۴ کال کې د نورو کلونو په پرتله، په نشه یې توکو د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز دغه شمېر حیرانوونکی بولي، وايي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د روږدو کسانو شمېر یو میلیون او ۶ سوو زرو کسانو ته رسېدلو.

فیروز په هېواد کې پر نشو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي لامل اوزګاري او د سواد د کچې ټیټوالی ګڼي، زیاتوي، چې د روغتیا وزارت د نشه يي توکو د تولید د او پر هغې د ځوانانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځانګړې کړنلارې په پام کې لري.

نوموړي په دې برخه کې د مسولو بنسټونو د نه پاملرنې نه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، چې په هېواد کې د نشه یې توکو تولید، مصرف، کرنه او قاچاق د ناامنیو لاملونه دي.

په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر په ښارونو او په ځانکړي توګه په کلیو کې پراختیا کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلیام برون فلید په دې خبري ناسته کې وویل، په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید او کرکیله په نړیوال بحران اوښتې ده؛ او د دې ښکارندې سره په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتونکي دي.

فیلید په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالی په جګړو پورې تړلی بولي او وايي، په هغو سیمو کې چې جګړې دي؛ د روږدو کسانو شمېر په کې زیات دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د نشه یې توکو د کرکېلې، قاچاق او تولید په اړه ویلي وو، په افغانستان کې د نشه یې توکو تولید د نشه يي توکو په نړیواله سوداګرۍ کې مهم رول لري او له دې لارې هر کال  سوداګر له ۶۰ ملیاردو زیاتې پيسې په تر لاسه کوي.

کار پوهان په دې باور دي، چې په دې برخه کې د یوې ځانکړې پالیسۍ نه شتون او د ځوانانو اوزګارتيا؛ هغه ستونزې دي، چې نه شو کولی، دغه ښکارنده له منځه یوسو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام