بغلان؛ د پوځي هډې او پوستې سقوط او د ۴۶ نظامیانو وژل کېدل

له بغلانه سلام‌وطندار ته یوه سرچینه وايي چې د بغلان ولایت د علاو‌الدین ولسوالۍ په یوه سیمه کې طالبانو په یوې پوځي هډې او امنیتي پوستې برید کړی چې د ملي‌اردو د ۳۸ سرتېرو ترڅنګ یې ۸ محلي پولیس وژلي دي.

د دې سرچینې په باور، طالبانو بېګا نیمه شپه بریدونه پیل کړل چې څو ساعته یې دوام لرلو. طالبانو له حتمې وروسته د ملي‌اردو ټول وسایط له ځانه سره وړي دي.

په ورته وخت کې، د ولایتي شورا پخوانی رییس او د بغلان د سولې عالي شورا رییس اسدالله شهباز سلام‌وطندار سره خبرو کې دا پېښه تاییدوي او وايي، په‌دې برید کې له ۴۰ ډېر نظامیان وژل شوي او طالبانو د پوځي هډې ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

په روانه اوونۍ کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په دوو امنیتي پوستو باندې د طالبانو په برید کې د ملي‌اردو ۹ سرتېري او ۷ پولیس وژل شوي‌‌دي. د دې ترڅنګ طالبانو په‌دې برید کې ۳ سرتېرې له ځانه سره وړي چې تر اوسه یې برخلیک نه‌دی معلوم.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام