له نورستان سره ۲۵۵ ټنه خوراکي توکي مرسته کېږي

د نورستان په ولایت کې د مرستو د لړۍ په دوام نن (د مارچ ۲۶مه) د ډبلیو ایف پې خیریه موسېسې له خوا د نورستان پر ۲۵ هغو کورنیو خوراکي توکي ویشل کیږي، چې په تېرو اورښتونو کې یې کورونه تخریب شوي وو.

د نورستان ولایت اوسېدونکې د مرستو د لړي دوام نه خوښ دي، وایې د خوراکي توکیو د وېش بهیر شفاف دی.

بل لور ته په نورستان کې د ډبلیو ایف پي موسېسې استازي نجیب الرحمن سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، هرې کورنۍ ته ۱۵۰کیلو غنم ،۱۱،۱لیتره غوړي ،۱۲،۶کیلو ګرامه بسکوټ او یو اندازه مالګه ورکول کېږي.

د نورستان ډېرې سیمې داسې دي، چې د اورښتونو او واورو پر وخت د خوراکي توکیو تر څنګ د استوګنو ځایونو ته هم اړتیاوې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام