د زابل ځایي چارواکي وايي چې ناپيژاندو وسله والو د غزني ـ زابل ترمنځ ۳۰ تنه هزاره توکمي له موټرو کوز کړي او له ځانه سره یې وړي دي.
تښتول شوي وګړي له ایرانه راستانه شوي مسافر و، چې له کندهاره کابل ته روان و.
د شاه جوۍ ولسوال عبدالخالق ایوبي نن سه شنبه سهار( دفبرورۍ ۲۴مه) سلام وطندار ته وویل چې تېر ورځ مازدیګر مهال د یادې ولسوالۍ د پښ کنده سیمه کې د داعش ډلې وسله والو کابل ته مسافر وړونکی موټر درولی او ۳۰ تنه یې له ځان سره په نامعلوم لور تښتولي دي.
ایوبي سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې په سیمه کې عیني شاهدانو ورته ویلي، چې وسله والو تور لباسونه په تن و، له پښتو او دري پرته یې په نورو ژبو خبرې کولې او دا لومړی ځل دی، چې هغوي په دې سیمه کې دا ډوله وسله واله ډله ویني.
ایوبي وایي، چې تښتول شوي کسان د شمالي ولایتونو وسېدونکي دي، چې تازه له ایرانه راغلي او غوښتل یې دکندهار له لارې کابل ته لاړ شي.
ایوبي زیاتوي، چې د تښتول شويو زیاتره هغه یې هزاره توکمه دي.
ایوبي د سلام وطندار ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دا وسله وال طالبان کېدی شي؟ زیاتوي، طالبانو له دې پېښې وړاندې څو ځلې موټر درولي او مسافر یې تلاشي کړي، خو څوک یې له ځانه سره نه دي وړي.
سرچينه وايي، دا چاره د طالب پلوه وسله والو نه ده او «په غالب ګمان چې دا کار به داعش کړی وي»
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې پېښه کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلي.
دم ګړۍ شته شواهد په ډاګه کوي، دغه پېښه به د طالبانو پر ځای دهغه وسله والو کار وي چې ځان د داعش پلويان نوموي.
طالب پلوه ډلو تر اوسه په افغانستان کې د قومي، مذهبي مسایلو په اړه څرګندې کړنې نه دي کړي او هغوي خپله مبارزه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو پورې تړي؛ خو داعش پلوه ډله بیا نه یواځې دا، چې د بهرنيانو پر وړاندې جنګ کوي، مذهبي مسایل هم په پام کې نيسي، په عراق کې دشیعه مذهبه وګړو په وړاندې توند غبرګون، د زیارتونو ړنګول او دشرک اصطلاح کارول هغه څه دي، چې ددا ډول پېښو پل تر داعش پلوه ډلې پورې رسوي.
په تښتول شويو کسانو کې مېرمنې او کوچنیان نه دي شامل، عیني شاهدانو چارواکو ته ویلي دي، هغه طالبان چې سیمه کې فعال دي هغوي دا کار نه دی کړی.
چارواکي وايي، چې دوي پلټنې پېل کړي خو لا یې هم نه ده معلومه کړي، چې تښتول شوي هزاره ګان داعش له ځانه سره چرته وړې دي.
که دا کار د داعش پلوه ډلې له خوا شوي وي؛ نو داسې ښکاري، چې داعش په افغانستان کې لومړی ښکار له مذهبي توپیر پېل کړی او شیعه مذهبه هزاره ګان یې له ځانه سره وړي دي.
د دوشنبې په ورځ دحکومت اجرايوي رييس عبدالله عبدالله ویلي و، چې د داعش په اړه ځینې خلک له حده زیات تبلیغات کوي، خو د ډاکټر عبدالله په وینا ځېنې نور یې بیا له پامه غورځوي.
ددغه لوړپوړي حکومتي چارواکي له خوا دا ډول څرګندونې په ډاګه کوي، چې نه باید دداعش پر وړاندې بابیز چلند وشي.





