هلمندیان: د ځېنو لویو لارو او واټونو تړل کېدو ستونزې جوړې کړي

د دې ولایت د ځېنو ولسوالیو اوسیدونکي وايې، د جګړې ښکېلو غاړو د خپل امنیت، خوندیتوب او ګټې له‌پاره ځای ځای لارې تړلي او خلک اړ شوي پر خامه او لېرې لارو تګ راتګ وکړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په لویدیځ کې، پر پله اوو ولسوالیو ته خلک تګ راتګ کوي.

د نادعلي، مارجې او ناوې په ګډون ګرمسیر، خانشین او دېشو ولسوالیو سربېره د واشېر اوسیدونکي هم شکایت کوي چي د ناامنیو او اوږدمهاله جګړو له امله لښکرګاه ته غځېدلي لاري اوږدي شوې دي.

د واشېر ولسوالۍ اړوند پنجې کاریز اوسیدونکی بسم الله جان وايي د یو ساعت لار يې تر څلور او پنځو ساعتونو پوري اوږده شوې. دی وایي، خور یې چې په سړه ګولۍ لګېدلی وه، د لارو اوږدېدو له امله پر وخت روغتون ته له رسېدو مخکې مړه شوه.

د دغو ولسوالیو او سیمو خلک ادعا کوي چې حکومتي ځواکونو د ځانمرګیو بریدونو او موټربم چاودنو مخنیوي په خاطر مرکز ته نږدې تېرې شوې لارې بندې کړي دي او ورته وخت کې طالبانو هم لښکرګاه ښار ته څېرمه د حکومتي ځواکونو عملیاتو مخنیوي په خاطر پر لویو لارو ماینونه خښ کړي دي.

د نقیب‌الله په نوم یو موټر چلونکي سلام‌وطندار ته وویل، دوی زیاتره وخت په هغو لارو تګ را تګ کوي چې چاقاق وړونکي پرې تګ را تګ کوي چې نه یوازې وېره پرې موجوده ده، بلکې ناروغان، ترکاري او سپرلۍ پروخت نه شي رسولی.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، دولتي سرتېرو عامه لاري نه دي بندي کړې.

ښاغلي ځواک وویل ترهغو چي په ولسوالیو کي عملیات ونه شي او د حکومت له ولکې وتلې سیمي بېرته ونه نیول شي د لارو ستونزه نه هواریږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام