د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مسولین وايي، چې د دغه ولایت د ښځو چارو په ریاست کې د روان کال په ۲ لومړیو میاشتو کې د ښځو د تاوتریخوالي کومې شمېرې چې دوی سره ثبت شوي دي ښيي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین په یوې خبري ناسته کې وویل، تېر کال د ښځو د تاوتریخوالي ۲۶۱ پېښې ثبت شوې دي، سږ کال د روان کال په ۲ لومړیو میاشتو کې د ښځو د تاوتریخوالي ۱۲۰ پېښې ثبت شوي دي.
میرمن یقین زیاتوي، چې په بغلان ولایت کې له ښځو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی یو ټولنیز عادي کړنه بلل کیږي، په ټولنه کې ناوړه دودونه د دې لامل شوي چې د کره شمېرې تر لاسه نه کړو.
نوموړې وايي، د ښځو د تاوتریخوالي د شمېرو او دوسیو ثبت کول د دې ښکارندويي کوي، چې خلک ښاري حقوق پېژني او دعامه پوهاوي سطحه لوړه شوې ده .
د بغلا ولایت د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوي حنیفي وايي، چې د کورنیو د پوهاوي د سطحې کموالی، په زور ودونه، د ټولنې ناوړه دودونه او په بدو کې د نجونو ورکول ټولنه یې په زیاته کچه زیانمنه کړې ده او د دې لامل شوې، چې د ښځو د ژوند له تیارو سره مخ کړي.
حنفي د بغلان ولایت له ټولو دینې علمانونه و غوښتل چې د جوماتونو، ممبرونو له لارې خلکو ته د ښځو شرعي حقوق په اړه پوهاوی وکړي.
افغانستان د ۱۸۷ هېوادونو له ډلې نه دی، چې د ښځو پروړاندې د هر ډول تبعیض د محوه کولو کنوانسیون یې لاسلیک کړی دی.
دغه هېواد د کنوانسیون له مخې مکلف دی، چې د ښځو د تاوتریخوالي خپلواکې کمېټې ۲۳کارپوهانو ته راپور ورکړي.
د ښځو د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې د نړیوالو مرستو او هڅو سره سره اوس هم د افغانستان په ټولنه کې یو انساني ناورین شمېرل کیږي.





