په لوګر کې ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې

د لوګر ولایتي شورا یو شمېر غړیو په مرکز پل علم کې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ځمکو غصب دوه برابره زیات شوی دی.

د لوګر ولایتي شورا رییس محمد ناصر غیرت وویل، د محمداغې ولسوالۍ به مغل خېلو سیمه کې ۳ زره او ۱۲۱ جریبه دولتي ځمکه او په مرکز پل علم کې ۱۱ سوه نومرې دولتي ځمکه غصب شوې ده.

غیرت زیاته کړه، تراوسه ولایتي اداره د دولتي ځمکو د غصب په مخینوي او د غاصبینو په نیولو کې پاتې راغلې ده.

بل خوا د لوګر د امنیې قوماندانۍ د جینايي جرمنو پروړاندې د مبارزې مدیر محمدجان عابد وايي، چې په تېره یوه میاشت کې ۳۶ لوی او واړه غاصبین د دولتي ځمکو د غصب په تور نیولي دي.

د ولایتي ادارې رسنیز دفتر وايي، په تېر یو کال کې شاوخوا ۴ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځولې او د یوزرو او ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکې اسناد یې څارنوالي ته سپارلي دي.

د لوګر د ځمکو د ثبت د ادارې د راپور له مخې، په دغه ولایت کې ۱۹۰۰ غاصبینو یو لک جریبه ځمکه غصب کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام