
د ځېنو شنونکو په باور د وسله والو طالبانو په څو ډلو ویشل کېدل او د پاکستان نه ریښتينولي تر اوسه د سولې دخبرو د مبهم پاتې کېدو اصلي لاملونه دي.
ټاکل شوې ده، چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په اسلام اباد کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې بهیر کې د طالبانو د سولې خبرو میز ته راکش کولو ژمنه کړې، خو لا هم په دې برخه کې د افغان حکومت سره د پاکستان ژمنتیا روښانه نه ده.
د دغو شکونو په اړه شنونکي په دې باور دي، چې د افغان سولې په اړه د همغږي کوونکو هېوادونو غونډو ښکاره پایله نه لرله.
د سیاسي چارو شنونکي محب الله شریف په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د طالبانوپه څو ډلو ویشل کېدل د اندېښنې وړ خبره ده، یواځې له یوې ډلې سره خبرې او روغه جوړه د افغانانو غوښتنه نه ده.
په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو او د څو ډولو د جلا کېدو راپورنه ورکول شوي دي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني سلام وطندار ته وویل، چې پاکستان هڅه کوي، د طالبانو یوه ډله د هغوی د غوښتونو په پام کې نیولو پرته د خبرو میز ته راولي.

دی وايي، چې په پاکستان کې ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د سیمې حالت د بدلون په لور روان دی او پاکستان دې ته اړه دی، چې د طالبانو یوه ډله سولې ته حاضره کړي.
کوهستانی زیاتوي ، چې د افغان حکومت سره د طالبانو د وړې ډلې یوځای کېدل هم د سولې په برخه کې اغیز لري.
خو له بل لوري د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر وايي، چې د طالبانو سره د افغان سولې په اړه په مخامخ مذاکراتو کې دا مهمه نه ده، چې کوم کسان د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي، بلکې نتیجه مهمه ده.
اتمر نن (چهارشنبه) په کابل کې خبري غونډه کې وویل، چې هره هغه وسله واله ډله، چې افغان حکومت سره سوله ونه کړي، ددې بهیرهم غږي کوونکي هېوادونه یې په ځپلو یوه خوله دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر دا هم وویل، چې له افغان حکومت سره د سولې کولو له پاره فرصت کم دی او هر هغه وسله واله ډله چې د حکومت په خلاف جنګېږي سوله ونه کړي، سخت به وځپل شي.
له دې ټولو سره سره افغانان غواړي، په دې پوی شي، چې د سولې په خبرو کې کومه وسله واله ډله ګډون کوي او پایله به یې څه وي.
په دې برخه کې تر اوسه د طالبانو یا هم حزب اسلامي له اړخه کومه وضاحه تګلاره او دګډون ژمنه نه ده لېدل شوې.





