
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، وسلهوالو دغه ۸ ملکي وګړي د دغه ولایت شولګرې ولسوالۍ کې وژلي دي.
هغه وویل، طالبانو دغه ملکي وګړي تېر مازیګر لومړی د شولګرې ولسوالۍ «جرهای نهر» سیمې څخه تښتولي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
د هغه په وینا، یوه ښځه او یو ماشوم هم د وژل شوو ډله کې دی.
طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.





