په کندوز کې شپنیو عملیاتو ۱۳ ملکي وګړي وژلي

 

د پېښې شاهدان وايي چې د بهرنیو ځواکونو په شپنو عملیاتو کې د کندوز ښار په تلوکه سیمه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په خبره، دا ټول د دوو کورنیو غړي دي چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شاملې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، په‌دې پېښه کې یو ملکي وګړی ټپي شوی هم دی.

د تولکه سیمې اوسېدونکي عبدالله وايي چې د کورنۍ ټول غړي یې د امریکايي ځواکونو په هوایي بمباریو کې وژل شوي‌دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي دا پېښه تاییدوي.

په ورته وخت کې د تولکه سیمې اوسېدونکیو د شعارونو په ورکولو سره جسدونه د کندور ولایت مقام مخې ته راوړي او د هوايي عملیاتو د درولو غوښتونکي دي.

تراوسه د کندوز امنیتي مسوولانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام