پاکستان په لومړي ځل افغانستان ته د اورپکو ځپلو ضمانت ورکړ

پاکستان وايي د هغو خلکو پر ضد چې د سولې له بهیر سره نه یو ځای کېږي او د افغانستان د نظام مشروعیت او اساسي قانون نه مني قاطع او جدي اقدامات وکړي.

 حکومت ته یوې نږدې سرچينې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل، چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ د درې اړخیزه ناستې او د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخیزه ناستو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستاني لوري په کلکه وغوښتل، چې نور ورته په افغانستان کې له پاکستانه جنګېدونکي طالبان د منلو وړ نه دي.

د اسیا زړه هېوادونو د ۵ ناستې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډه درې اړخیزه او څلور اړخیزه ناستو کې پاکستان ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د جګړه مارو د ځپلو له پاره به جدي ګامونه واخلي.

په دغه ناسته کې چې د ولسمشر اشرف غني ترڅنګ دملي امنیت مشاور حنیف اتمر، دبهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني ګډون کوه، د امریکا او چین پر وړاندې یې له پاکستان سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.

افغان ولسمشر له پاکستانه د سولې په برخه کې د ريښتينې همکارۍ غوښتنه وکړله او ټېنګار یې وکړ چې ددوی له خوا وړاندیز شوي شرطونه چې پخوا یې پاکستان ته سپارلي وو عملي کړي.

پاکستان هم د امریکا او چين استازو پر وړاندې په لومړي ځل ژمنه وکړه، هغه وسله وال چې افغان سولې سره نه یواځای کيږي پر وړاندې به یې لاس په کار شي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د افغانستان د نظام مشروعیت او اساسي قانون نه منونکي به پرېږنږدي او پر وړاندې به یې نتیجه ورکونکي ګامونه پورته کړي.

پاکستان د هغه طالبانو د ځپلو چې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کيږي، دافغانستان د نظام مشروعیت نه مني او د اساسي قانون څخه انکار کوي ضمانت افغانستان ته ورکړ.

د پاکستان د دې تعهد د عملي کېدو ضمانت به د امریکا متحد ایالتونه او چین هېواد کوي.

د ملي وحدت دحکومت له پېله افغان چارواکو له پاکستان سره د سولې په اړه خبرې او راشه درشه زیاته کړه، خو د ملا عمر مرګ او په کابل کې درندو چاودنو د دواړو هېوادو اړیکې کم رنګه کړې او داسې ګونګسې هم وې، چې ګوندې افغان ولسمشر به د اسیا زړه هېوادونو په ۵ مه ناسته کې چې په پاکستان کې ترسره کيږي ګډون ونه کړي، خو د افغان چارواکو په وینا د امریکا او نړو نړیوالو ملګرو په هڅونه اسلام اباد ته د نوو هېلو سره حاضر شول

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام