کارپوهان د پاکستان له استخباراتي شبکې سره د استخباراتي اطلاعاتو په نامه د تړون لاسلیکول، د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف بولي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست درې ورځې وړاندې د پاکستان له نظامي استخباراتو سره د استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو په نامه یو تړون لاسلک کړ.
دغه تړون د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا له پاکستان سره لاسلیک شوی دی.
په دغه تړون کې راغلي دي، چې د پاکستان نظامي استخبارات به د افغانستان د ملی امنیت ریاست مامورینو ته روزنه ورکوي.
په تړون کې دا هم راغلي، چې دواړه خواوې به یوځای د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.
د ولسمشر ویاند اجمل عابدي وايي، چې د استخباراتي اطلاعاتو په نامه تړون د دواړو هېوادونو تر منځ نوې موضوع نه ده او له دې وړاندې هم دغو هېوادونو په خپلو کې همکارۍ لرلې.
د عابدي په خبره، د دغه تړون د تمرکز زیاته برخه د دواړو هېوادونو له خوا د ترهګرۍ ځپل دي.
د ولسمشر ویاند یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي: "اوسمهال افغانستان یو متحرک سیاست لري او دواړو هېوادونو، یانې افغانستان او پاکستان دا درک کړې ده، چې په یوځايي شکل له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي" ځکه د نوموړي په وينا، اوسمهال دواړه هېوادونه له امنیتي ننګونو سره مخ دي.
خو د نظامي چارو کارپوه، عتیق الله امرخېل د دغه تړون د لاسلیکولو په اړه وايي، چې په افغانستان کې تر دې ستر خیانت نه شته.
ده د اندېښنې په څرګندولو سره سلام وطندار ته وویل، چې هیڅ هېواد په هیڅ ډول شرایطو کې دغه ډول تړون نه دی امضا کړی او د دې تړون امضا کول په حقیقت کې پاکستان ته د افغانستان استخباراتي معلوماتو ورکول دي.
د ده په وینا، د یو هېواد ټول پټ استخباراتي معلومات له استخباراتو سره وي او د دې تړون امضا کول دا مانا لري، چې هېواد په لوی لاس پاکستان ته سپارو.
امرخېل زیاتوي، کله چې د یو هېواد استخباراتي معلومات د بل هېواد په اختیار کې وي؛ د یو هېواد ازادي او استقلال د بل هېواد له خوا نقض بلل کېږي.
له بل لوري د ولسی جرګې له خوا نن دوشنبې د (مې په ۱۸مه) پر دغه تړون توند بحث وشو او دغه کار یې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل وبللو.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال وویل، چې ولسي جرګې ته یې د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت مسولان یې د ځواب ویلو له پاره ورغوښتي دي.
د ولسي جرګې غړی مولوي عبدالرحمان رحماني هم وايي، چې د دغه تړون مانا دا ده، چې موږ په لوی لاس افغانستان پاکستان ته وسپارو.
د نظامي چارو کارپوه کابل خان تدبیر هم په همدې باور دی، چې د دغه تړون لاسلیکول د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل دی او دغه تړون د دې مانا ورکوي، چې افغانستان د پاکستان تر قلمرو لاندې یوه سیمه ده.
د تدبیر په وینا، افغانستان اوس هم د (ISI) له خوا له ستونزو سره مخ دی، د دغه تړون لاسلیک به په افغانستان کې د دغه سازمان رول نور هم پیاوړی کړي او افغانستان ته به نوې ننګونې راوزېږوي.
افغانستان له دې وړاندې هم له پاکستان سره بېلابیل تړونونه لاسلیک کړي دي، خو تر اوسه یې پر لاسلیک شویو تړونونو عمل نه دی کړی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، تل پاکستاني استخبارات په دې تورنول، چې د افغانستان په قلمرو کې له ترهګرو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه ډول خبرونه رد کړي دي.





