
سلام وطندار ته رسېدلي سندونه ښیې ځېنې سرتیري له حضور او دندې پرته د تخار پولیسو له امتیازاتو کار اخلي. دغه سرتېري د دندې پرځای د کورونو ساتنه او موټر چلوي.
دغو سرتېرو سره باید هغه سرتېري هم اضافه شي چې هېڅ نهشته. سره لهدې چې د خیالي سرتېرو کره شمېر په لاس کې نه شته؛ خو د تخار امنیه قوماندانۍ د څېړنې د پلاوي په راپور کې راغلي چې یوازې د ۵ پولیسو نومونه شته دي.
د تخار د پولیسو جلب و جذب پخوانی قوماندان محمد رحیم رازقي دا هم وايي چې د شاوخوا ۱۸ سرتېري چې له وکیلانو او د قطعې قوماندانو سره دي د حکومت له امتیازاتو کار اخلي؛ خو خپله حضور نهلري.

خو یوې باوري ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د تخار پولیسو په ټولو قطعو کې خیالي سرتېري شته او زیاتره يې په محلي پولیسو کې دي.
د سرچینې په حواله په محلي پولیسو کې د یو شمېر زورواکانو نفوذ له امله مسوولان دغه قطعې په سمه توګه نهشي څېړلی.
دغه راز، د ملي امنیت سلاکار دفتر د روان کال د لیندۍ پر ۵ امنیتي او دفاعي بنسټونو ته په استولي متحمدالمالي لیک کې ویلي چې د سرتېرو خدمتي مسله په هیڅ صورت د منلو نهده؛ خو سندونه ښیې چې اوس هم ۱۴۶ پولیس سرتېري په خدمتي توګه دندې لري، ۷۹ يې د پولیسو په قطعاتو او ۶۸ نور يې له تشکیلاتو بهر دي.

سلام وطندار ته بلې باوري سرچینې ویلي چې زیاتره خدمتي سرتېري له تشیکلاتو پرته په دندو کې نهوي.
د جلبو جذب پخوانی قوماندان رحیم رازقي وايي، سره لهدې چې د لوړپوړیو چارواکیو د ساتنې قطعې د والي، ولایتي شورا وکیلانو او پخوانیو جهادي قوماندانو په واک کې دي؛ زیات شمېر پولیس سرتېري هم د هغوی خدمت کوي.
خو د تخار امنیه قوماندانۍ سرپرست او د امنیت امر نظامالدین غوري وايي چې پهدې ریاست کې هېڅ ناقانونه کار نهدی شوی او یوازې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله حکومتي چارواکي، په ملي او ولایتي شوراګانو کې د خلکو استازي او جهادي قوماندانان له خدمتي سرتېرو کار اخلي.

پر هغو پولیسو سرتېرو سربېره چې د پولیسو په چوکاټ کې کار کوي؛ د تخار د پولیسو له شل عرادې زیات رنجر موټرې او یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم د ملي شورا او ولایتي شورا وکیلانو، پخوانیو پولیسو قوماندانانو او قومي مشرانو په واک کې دي. د کورنیو چارو وزارت د تخار پولیسو ته امر کړی چې په ۴۰ ورځو کې د پولیسو ټول وسایط او وسلې له دغو کسانو راټولې کړي.





