
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت د میلمستیا پرمهال ۵ تنه وژل شوي دي.
پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د فاریاب ولایت د قورغان ولسوالۍ په ایماق خانه کلي کې رامنځته شوې ده.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، په پېښه کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان چاري خانه له دوو ملګرو هریو همایون او اسلام او دغه راز دوه قومي مشران حاجي صدیق او شاهيآغه په کې وژل شوي دي.
د عبدالکریم یورش په خبره، دغه کسان تېره شپه د مستري محمد په نوم د یو ملګري په کور کې میلمانه وو، چې د ډوډۍ خوړلو پرمهال د ناپېژندو وسله والو له لوري په ګولیو ویشتل شوي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند مستري محمد هم پېښه کې شامل بولي او وايي، چې دغه کس له پېښې وروسته تېښته کړې او د وژل شویو کسانو مهمات یې له ځانه سره وړي دي.
د فاریاب د امنیتي مسوولینو په خبره تراوسه پورې د پېښې انګېزه معلومه نه ده.





