بغلان کې د طالبانو یو قاضي پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

د وسله والو طالبانو یو قاضي تېره شپه په بغلان ولایت کې په یوې مېرمنې جنسي تېری کړی دی.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په دوشي ولسوالۍ کې د طالبانو یو قاضي په یو کور کې میلمه وه او د شپې له خوا یې په ښځه جنسي تېری کړی دی.

د سرچینې په خبره، پېښه د دې ولسوالۍ په زورابی سیمه کې رامنځته شوې.

دی وايي، د کور خاوند هم له طالبانو سره اړیکه لري او کله، کله به طالبانو کورته ورتګ کولو.

سرچینه زیاتوي، د بغلان له‌پاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي هم په زورآبي سیمه کې دی او تورن قاضي یې د کور له خښتن سره ورغوښتلي دي او د پېښې څېړلو له‌پاره یې یو کمېسیون ټاکلی دی.

د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي پېښه تاییدوي او وايي، د طالبانو قاضي لعل محمد نومېږي. د دوشي ولسوال وویل، د دوی د معلوماتو له مخې کوم کمېسیون چې د پېښې څېړلو له‌پاره ټاکل شوی وو، لعل محمد په کې دغه تورونه رد کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام