د کابل برید د درېواړو بریدګرو په وژلو کېدلو سره پای ته ورسېد

په کابل کې د هلمند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ پر کور د تېرې شپې درېواړه برید ګر وژل شوي او سیمه په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د شپې شاوخوا ۸ بجې پیل شوې وه او نن د (اوکټوبر په ۶مه) شاوخوا ۹ بجې پای ته ورسېدله.

د رحیمي پر وینا، د بریدګرو هدف د هلمند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ کور. ده د بلوچ د کورنۍ ته د اوښتو زیانونو په اړه څه ونه ویل.

د کابل امنیه قومندان رسنیو ته وویل، چې په دغه برید کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي، خو ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

خو بل خوا وسله وال طالبان د برید له امله د زیاتو مالي او ځاني زیانونو د اړولو ادعا کوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې برید یې پر یو استخباراتي مرکز کړی دی.

 

لومړني معلومات

وسله والو طالبانو د پلازمېنې کابل د دارالامان په سیمه کې د روسیې سفارت ته څېرمه د یو حکومتي چارواکي پر کور برید کړی دی.

برید ګرو لومړی چاودنه او ځانمرګی برید وکړ او د دغه کور ته د ننه شول.

په سیمه کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.

عیني شاهدان وايي، چې لومړی یې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او له هغې وروسته ډزې پیل شوې دي.

ذبیح الله مجاهد، چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغه برید مسولیت مني.

نوموړي وايي، چې دغه برید یې د دې له پاره کړی، چې مهم "اطلاعاتي مرکز له منځه یوسي."

د کورنیو چارو وازت ویاند صدیق صدیقي وايي، امنیتي ځواکونه سیمې کې موجود دي او هغه کور ته چې وسله وال طالبان ننوتي؛ د امنیتي ځواکونو له خوا بند شوی دی.

ویل کیږي، چې دغه برید د هلمند ولایت د پخواني والي نعیم بلوچ په کور شوی دی.

خو د سیمې خلکو پر خبره، په دغه سیمه کې د ولسمشر سلاکار نجیب الله ناصري او د ولسي جرګې د یو شمېر استازو کورونه دي.

اټکل کیږي، چې دغه برید د ولسمشر د سلاکار په کور پلان شوی دی.

تر اوسه پورې د دغه برید د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام