دوه شرکتونه په کندهار کې ۲۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا چمتو کوي

د زولارستان او ځاځيو په نومونو دوه شرکتونه غواړي، چي په کندهار کې لمریزه برېښنا عرضه کړي.

د دوی له ډلې هر شرکت غواړي، چې د کندهار د ښاريانو له پاره لس ـ لس مېګاواټه لمريزه برېښنا توليد کړي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د دې شرکتونو مسئولينو د کندهار له مرستيال والي سره په لیدنه کې وویل، چې له ولایت سره به د تړون له لاسلیکولو نه وروسته خپلې چارې پيل کړي.

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي، چې دوی د جوړېدونکې لمریزې برېښنا لپاره د بشپړ چمتوالي تر څنګ خوښي څرګندوي او زیاتوي، ډېره هڅه به يې دا وي، چي د دغه ولایت له پاره د اساسي برېښنا غم وخوري.

د ده په قول همدا اوس په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د برېښنا پر "دهلي بند" کار روان دی، چې له رغېدلو سره به يې د کندهار ښار د برېښنا ډېره ستونزه حل شي.  

د شرکتونو د مسولینو پر وینا، د کندهار ښار د برېښنا اړتیاوو ته په کتلو سره دوی دومره امکانات لري، چې په دغه ښار کې پر شاوخوا ۲۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا پانګونه وکړي.

د دوی په باور، د کندهار ښار د امنیت ښه والي دې ته لېواله کړي، چې خپله پانګه په سمه برخه کې ولګوي، چې هم یې ولس او همدوی ته ګټه ورسېږي. 

د کندهار ولایتي شورا غړي سید احمد سېلاب نن یکشنبه سلام وطندار ته وویل، چې د سولر برېښنا له پاره يې په دامان ولسوالۍ کې مځکه ټاکلې او له تړون وروسته نه به پانګوال په خپلو کارونو پیل کړي.

سېلاب وايي، چې کندهار کې برېښنا ته ډېره اړتیا ده او که دغه ستونزه حل شي، نو له یوې خوابه زیاتو خلکو ته کارپیداسي او له بلي خوابه پر امنیتی وضعیت هم مثبت تاثیر وکړي.

سېلاب وايي، چې د کندهار د برېښنا په اړه یې له پخواني او اوسني ولسمشر سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړي.

 ده ده په خبره، خوشاله دي، چې د دې برېښنا په جوړېدلو سره به هم په سیمه کې خلکو ته کار پيدا شي او هم به پر امنیتي وضعیت ښه اغېز وکړي.

 

حاجي عزیزالله د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې د پایپ جوړولو فابریکه لري، نوموړی وايي، که دغه برېښنا کندهار ته چمتو شي؛ نو دا به د دوی له پاره ښه زېری وي.

د نوموړي په خبره، د برېښنا د نه شتوالي له امله يې اکثره ماشینونه په ټپه ولاړ او کارګران يې وزګار دي.

د عزیز الله پر وینا، که برېښنا ورته جوړه شي شي؛ نو ډېرو پانګوالو ولاړې فابریکې به بېرته خپل فعالیت پیل کړي.  

نور احمد خوشحال د کندهار ښار د پنځمي ناحیې اوسېدونکی دی، دی وايي، که دا کار وشي؛ له بې برقۍ او ګڼو ستونزو نه به خلاص شي.

د کندهار ښار دغه اوسېدونکی وايي، چې په اونۍ کې حتمي یو ځلې له کجکي څخه کندهار ته راغځېدلي د برېښنا مزي دوه یا درې ځله د جګړې له امله پرې کېږي او ټول ښار تپه تیاره وي.  

د ده په قول، دغه لمریزه جوړېدونکې برېښنا کولای شي، چې تر یوې اندازې د کندهاریانو ستونزه حل کړي.

د برېښنا شرکت په قول کندهار ۱۵۰ میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري، چې اوسمهال شل میګاواټه د هلمند ولایت له کجکي ولسوالۍ څخه او ۲۰ میګاواټه له شته جنراتورونو څخه چمتو کېږي.

خو کندهاري ښاریان شکایت کوي، اکثره وخت په هلمند کې د جګړو له امله کندهار ته د برېښنا راغځېدلي مزي په لاره کې څو ځایه پرې کېږي او په ځنډني حالت تر کندهاره رارسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام