د افغاني طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په پاکستان کې د سولې خبرو اترو دویم پړاو له پېلېدو سره سم څو ورځې کيږي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د مرګ اوازه ګرمه شوې.
او په ټولنيزو رسنيو کې د ده د مرګ په اړه تبصرې کيږي، خو نن چهارشنبه (جولای ۲۹) بیا زیات شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د نوموړي د مرګ خبر تایید کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن د (جولای په ۲۹مه) په کابل کې رسنیو ته وویل، چې دوى هم د رسنيو له لارې د ملا عمر له مړينې خبر شوي دي.
د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي وايي، چې دوى په دې اړه څېړنې پيل کړي، څو دا خبر دقيق کړي، چې هغه رښتيا مړ دى او که نه؟
د روان میلادي کال د (جولای په ۲۳مه) فدايي محاذ، چې د طالبانو انشعابي ډله ده، ادعا کړې وه، چې د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر اخوند وژل شوی دی.
د فدايي محاذ ویاند قاري حمزه رسنیو ته په یوه لنډ برېښنالیک کې ویلي وو، چې فدايي محاذ موثق راپور او ثبوت لري، چې د طالبانو مشر د اختر محمد منصور له لوري وژل شوی دی.
هغوی په برېښنالیک کې لیکلي وو: "امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د نن څخه څلورویشت میاشتې وړاندې د ملااختر محمد منصور د امارت اسلامي نايب او ګل آغا د امارت اسلامي مالي مسؤل له خوا په بې رحمۍ سره په شهادت رسېدلی دی."
د ملا محمد عمر اخوند د مړینې خبر څه باندې دوه کاله وړاندې یو شمېر لوېدیځو رسنیو خپور کړ، خو طالبانو د هغو راپور رد کړ، ویې ویل چې ملا عمر ژوندی دی.
په هماغه وخت کې ډیلي بیسټ خپرونې لیکلي وو، چې ملا عمر د پاکستان د استخباراتو له لوري په محبس کې وژل شوی دی.
څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی و، چې د ملا عمر ځوی به د هغه پر ځای د طالبانو مشري پر غاړه ولري.
د پاکستان ټربیون ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي، که چېرې ملا عمر مړ شوی وي؛ نو د هغه پر ځای به د مشرولۍ چارې ملا برادر اخوند ته وسپارل شي.
خو ځېنې سرچینې وايي، چې ملا عمر د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې په یوه غږیزه پيته کې د کوټې شورا او یو شمېر طالب مشرانو ته ګوت څنډنه کړې وه.
یو شمېر طالب مشران وايي، چې له هماغه وخت راهیسې یې له ملا عمر سره خبرې اترې نه دې شوي.
د ملا عمر د وژل کېدلو راپور په داسي وخت کې خپرېږي، چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د لومړي ځل لپاره د (جولای په ۷مه) مخامخ خبرې پيل کړې او په نېږدې ورځو کې بل پړاو هم په پاکستان کې پیل شي.
ویل شوي چې ملا اختر منصور، چې د طالبانو سیاسي مشري په غاړه لري، د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د یو شمېر لا سختدریځو له مخالفتونو سره هم مخامخ شوی دی.





