
کابل ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ له پاره شېبې شمارل کېږي؛ خو په ورته وخت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د حزب اسلامي د جنګیالیو د یو ځای کېدو، د هغوی د نظامي تجهیزاتو او وسلو د برخلیک په اړه اندېښنې موجودې دي.
په دې اړه ځېنې شنونکي وايي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د حزب اسلامي د جنګیالیو د یو ځای کېدو له پاره باید له پخوانیو میکانیزمونو کار واخیستل شي.
دغه شنونکي ټينګار کوي، چې د سولې له پروسې سره د حزب د بشپړ یو ځای والي وروسته باید د نظامي تجهیزاتو د سپارلو مسله په پوره ډول روښانه شي.
په دې اړه جاوید کوهستاني له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې حزب اسلامي له ترهګرو سره د مرستې نه کولو او د بنسټ پالنې د لید نه پاللو په اړه اجرایوي ضمانت واخیستل شي.
کوهستاني وايي، چې د حزب اسلامي وسلې باید د «دایاک» او «ډي. ډي، آر» لارې تحویل شي او زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د حزب اسلامي جنګیالیو د ورتګ په اړه باید پوره غور او څېړنې وشي.
له بل لوري د نظامي چارو شنونکی کابل خان تدبیر وايي، چې د حزب اسلامي وسلې دې حکومت وسپارل شي.
دی وايي، چې دغه بهیر باید زیات منظم او په ښه توګه تر سره شي.

په ورته وخت کې د هېواد په شمال کې د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د حزب ټولې وسلې حکومت ته سپارل کېږي.
دی زیاتوي، چې د حزب اسلامي وسله والو کسانو ته باید د کورنیو او دفاع وزارتونو او همدا ډول د ملي امنیت په چوکات کې دندې ورکړل شي.
په دې اړه د ارګ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې د حزب اسلامي وسلې د ځانګړې پروسې له لارې را ټولې شوې دي او پلویان به یې هم امنیتي بنسټونو کې جذب شي.
مرتضوي وايي، چې له ترهګرو سره اړیکه پرېکول، د اساسي قانون منل هغه شرطونه دي، چې حکومت یې لري او دغه حزب اسلامي هم منلي دي.
شاوخوا ۴۰ کلونه کېږي، چې ګلبدین د واک تر لاسه کولو له پاره ملا تړلې او وسله یې اخیستې ده.
نوموړي ۱۵ کاله د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو او اسلامي حکومت د جوړېدو له پاره په جګړه وکړه.





