له نن نه ۲۳ کاله وړاندې مجاهدینو د ډاکټر نجیب الله د حکومت په پرځولو بریالي شول.
مجاهدینو د خلکو په ملاتړ د کمونیستي رژیم پر خلاف ۱۴ کاله مبارزه وکړه او بلاخره په ۱۳۷۱ زیږدیز کال کې بریا ته ورسېدل.
جهادي ډلو له بریا وروسته د واکنۍ په وېش هوکړې ته ونه رسېدل او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل شو.
د مجاهدینو خپل منځي جګړه په هېواد کې د زیاتو ورانیو سبب شوه او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل ښار د کورنۍ نښتې په اور کې لولپه شو.
په کورنیو نښتو کې په زرګونه هېواد وال مړه او ټپیان شول او یو شمېر هېواد وال بهرنیو هېوادونو ته کډه شول.
د ثور د اوومې (۱۳۵۷ لیږدیز کال) له کودتا وروسته د افغانستان کمونیستي حزب د نور محمد تره کې په رهبرۍ چې د وخت د شوروي اتحاد ملاتړ ورسره و، د دوی پر وړاندې د جهادي ډلو مبارزو زور واخیست.
د ثور د اوومې په اړه بېلا بېل روایتونه موجود دي، چې یو شمېر یې د خلکو د مبارزو پایله او یو شمېر نور یې د هېواد د بدمرغۍ د پیل کېدو لامل ګڼي.
د پوهنتون استاد داوود راوش وايي، چې د ثور ۸ مه او د مجاهدینو بریا د دولتي ادارو د له منځه تللو لامل شوه، د ده په باور د ثور له ۸ مې وروسته افغانستان د ځواکمنې مرکزي ادارې خاوند نه شو.
ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د کمونیستي رژیم وروستی ولسمشر و، له جهادي ډلو نه یې د سولې غوښتنه وکړه او مجاهدینو د وخت د ولسمشر غوښتنو ته منفې ځواب ورکړ او په پایله کې د نجیب الله حکومت له منځه لاړ او جهادي ډلې پلازمېنې کابل ښار ته را دننه شوې.
داود راوش وايي، چې جهادي ډلې د سیمې د څارګرو ادارو وسیلې وې او ویې نشو کولی چې یو مرکزي حکومت رامنځته کړي.
د جهادي ډلو په را دننه کېدو او خپل منځۍ جګړې سره له هېواده نظامي چارو پوهان، انجنیران، د پوهنتون استادانو او نورو پوهه کسان هېواد پرېښود.
راوش وايي چې له هېواده د باسواده خلکو یو زیات شمېر ګډوالېدل؛ د دې لامل شول چې د افغانستان زده کړیز نظام او ادارې فلج شي.
افغان تاریخ لیکوال صاحب نظر مرادي وايي، د جهاد پایلې د خلکو د تمې خلاف وې.
د ده په باور د مجاهدینو حکومت د خلکو د اقتصادي، ټولنیزو ستونزو او خپل منځۍ جګړې په حل بریالي نه شول.
مرادي زیاته کړه د مجاهدینو په لیکو کې د ننه د سیمه ییزو هېوادونو څارګرو ادارو استازو کار کولو، چې په افغانستان کې یو واحد ځواکمن حکومت رامنځته نه شي.
مجاهدینو په ۱۳۷۱ کال کې د ډاکټر نجیب الله حکومت و نړاوه او له ۱۴ کلونو مبارزې وروسته یې د بریالی کېدو اعلان وکړ.





