ملګري ملتونه: طالبان باید له قید او شرط پرته د سولې خبرې ومني

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو له طالبانو او په افغانستان کې له نورو وسله والو ډلو وغوښتل، چې له هر ډول قید او شرط پرته د سولې بهیر سره یو ځای شي.

د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې ملګرو ملتونو له افغانستانه د دوامدار ملاتړ ژمنه وکړه.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو په دې غونډه کې وویل، چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه لري او ټولې ښکېلې خواوې یې سولې ته راوبللې.

یاماماتو وايي، د جګړې دوام طالبانو ته هېڅ په لاس نه ورکوي او دغه راز یې له ټولو افغانانو وغوښتل، چې له اختلافونو تېر شي او د افغانستان د پرمختګ له پاره لاسونه سره یو کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د افغانستان له پاره د دې شورا د ځانګړي استازي له خبرو ملاتړ وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل له افغانستانه د باندې د ترهګرو په ځپلو او د هغو د خوندي پټن ځایونو په له منځه وړلو ټینګار وکړ.

صیقل وویل، چې "د طالبانو او زموږ په ګاونډ کې د هغوی د ملاتړ کوونکو د محال وېش پر اساس، د جګړې موسم پای ته رسېدلی او په همدې پلمه طالبان پاکستانیو مدرسو ته ورستنېږي او د جګړې راتلونکي موسم ته تابیا نیسي."

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د سیاسي چارو مسوول نبیل منیر بیا وویل، د ترهګرو پټن ځایونه افغانستان ته لېږدول شوي او اسلام اباد په افغانستان کې سولې او ټیکاوو ته ژمن دی.

منیر هغه تورونه رد کړل، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي.

په پرونۍ غونډه کې د هند، ایران، جرمني، اېټالیا، سوېډن، اسټرالیا او د کاناډا هېوادونو استازو په افغانستان کې په تل پاتې سولې ټینګار وکړ او له افغانستانه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام