
اسټرالیا لومړی وزیر مکالم ټرنبل د ناټو په غوښتنه افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو غورکوي.
د اسټرالیا «اېس بي اېس» خبري رسنۍ د راپور له مخې، لومړي وزیر ترنبل ویلي، چې کابل کې ترې د روان کال د سفر پر مهال ناټو او د امریکا دفاع وزیر غوښتنه کړې ده، چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي.
دا پهداسې حال کې ده، چې ناټو او امریکايي پوځیانو ویلي، چې تر ۲۰۱۸ زېږديز کاله پورې به د افغانستان امنیتي حالات نور هم خراب شي او د دې ننګونې د مخنیوي لهپاره لازمه ده، چې افغانستان ته نور بهرني ځواکونه هم راولېږل شي.

اوسمهال اسټرالیا په افغانستان کې ۲۷۰ سرتېري لري، چې د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته د مشورو په ورکولو بوخت دي.
اسټرالیوي ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې له ناټو او امریکايي ځواکونو سره یوځای غانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو لهپاره راغلل. له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې ۴۲ اسټرالیوي سرتېري وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شويدي.





