
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی وايي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان هوايي ځواکونو د پياوړتیا له پاره شاوخوا ۲،۵ میلیارډه ډالره مرسته وشي.
نوموړي، چې د پارلمان استجوابیه غونډې ته د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي او د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي سره يوځای غوښتل شوی و زیاته کړه، چې د دغې مرستې ټولې چارې په قطعي ډول نهايي شوې دي.
همدارنګه هغه وویل، چې باید د هوايي ځواکونو رادار، تخنيکي، انجينري او نورې برخې په راتلونکو پنځوو کلونو کې تقویه شي، چې د هغه په وینا دغه مرستې شوې پيسې به د افغانستان د هوايي ځواکونو له پاره هم کافي نه وي.

ستانکزي په راتلونکي اوړي موسم کې د بې پېلوټه الوتکو له مرستې هم خبر ورکړ، چې د دغو الوتکو د استعمال او نورو د تربيې له پاره بهرنيو هېوادونو ته پرسونل هم لېږل شوی دی.
د هغه په خبره، د هوايي قواوو له پاره به سږکال (ډي ۵۳۰) ډوله محاربوي الوتکو مرسته وشي او د (اې۲۹) استخباراتي الوتکې به هم د هېواد هوايي ځواک په واک کې ورکړل شي.
نوموړي د دغو ټولو مرستو شویو هېوادونو په اړه د ولسي جرګې غړو ته معلومات وړاندې نه کړل، خو و يې ویل، چې ۲۸ بالو (اې ۲۹ ) ډوله محاربوي الوتکو څخه به ۴ باله يې په ډېر لنډ وخت کې افغانستان ته ورسيږي.
معصوم ستانکزي زیاته کړه، چې د راتلونکو له پاره د هيلیکوپټرو د جوړولو فابریکه به په افغانستان کې جوړه کړي او په دې اړه د افغان حکومت له لوري جدي او کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي هم د افغانستان په سرحدونو، بندرونو او نورو مهمو ځایونو له لارې د چاودیدونکو توکو د مخنيوي د نویو مرسته شویو ماشینونو په باب وویل، چې دغه ماشینونه به ډېر ژر د چين هېواد له لوري مرسته وشي.
له بل لوري د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د وکيلانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت د پېل راهیسې په ټول افغانستان کې ۲۲۰۰ هدفي عمليات ترسره شوي، چې په نتیجه کې يې ۱۴ تروریستي شبکې له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د نورو کلونو پر خلاف سږکال وسله والو طالبانو په ژمي کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې د افغانستان د ولایتونو له ډلې پلازمینه کابل، هلمند، ننګرهار او کندوز یادولای شو، چې اوسمهال د یادو ولایتونو په ځينو برخو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.





