د پنجشیر په ولایت کې د واورې ښوېدنې له امله نژدې ۲۰۰ تنه مړه او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې له ولایتونو څخه رارسېدلي راپورونه هم ښيي، چې د سختو بارانونو او واورې ورېدنې له امله خلکو ته زیات مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي .
د بدخشان ولایت څخه د سلام وطندار راډيو خبريال اقبال برزګر وايي، تر اوسه په دغه ولایت کې د واورو ښويدو له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي.
دی وايي، په دغه ولایت کې د واورو ښوېدنو له امله ۱۳۰ کورونه ويجاړ شوي او ۱۵۰ کورونه تر ګواښ لاندې دي.
د پروان په ولایت کې ۱۳تنه مړه او ۴ نور ټپیان دي.
په همدې ډول بغلان ولایت ته هم زيانونه اوښتي او د ورښتونو له امله په دغه ولایت کې ۱۴ تنه مړه او ۴ نور ټپیان دي.
د پنجشیر ولایت سرپرست والي عبدالرحمن کبیري وروستي ورښتونه بې ساري ګڼلي او زیاتوي، ملي امنیتي ځواکونو د ځایي اوسیدونکو سره، چې د واورې لاندې بند پاتې دي مرسته کوي.
دا مهال د پنجشیر څخه سیمو ته غزیدلې لارې هم تړل شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا په ارغچه کې ۵ کورنۍ د وارو لاندې شوي او ۸ تنه مړه دي.
د دغه ولایت د پریان او کلکوا په کلو او بانډو کې لږ تر لږه یوه کورنۍ د واورې له ډېریو لاندې شوې ده.
د دې ولایت اوسیدونکي د حکومتي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
پنجشیر یوغرنۍ ولایت دی، چې هر کال د ژمي په موسم کې د واورې ښویدنې ویرې د ځایي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
خو وروستۍ پېښه ددغه ولایت په تاریخ کې تر ټولو زیاته ناورین اړونکې هغه بلل شوې، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته کيږي.
په دغې پېښې د سیمې یو شمېر هیوادونو خواخوږي ښودلې ده او افغان حکومت سره یې خپله غمرازي په ډاګه کړې ده.
پاکستاني حکومت وړاندیز کړی، که دورستيو ورښتونو له امله دمرستو اړتیا وي نو دوي چمتو دي چې په دې برخه کې ګامونه واخلي.





