افغان کرکټ بورډ له زمبایوی سره د سیالیو خبر ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې ډېر ژر به له زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې سره نړیوالې سیالۍ پیل کړي.

د افغان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ویل شوي، چې له زمبابوې کرکټ بورډ سره د نړیوالو سیالیو ترسره کولو په موخه وروستۍ پرېکړې ته رسېدلي دي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې ډېر ژر به افغان کرکټ مینه والو ته دا فغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پلان شويو سیالیو مهالوېش هم اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو راپه دېخوا نېږدې ۳ میاشتې تېرېږي، چې سیالۍ د افغانستان لپاره پای ته رسېدلي دي، خو تر اوسه افغان کرکټ بورډ خپلې ملي لوبډلې ته کومه نړیواله سیالۍ نده برابره کړې.

کرکټ بورډ وړاندې ویلي وو، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یی د پاکستان او زمبابوی کرکټ بورډونو سره ۹۵ سلنه موافقه شوې ده، خو پاکستان په دې وروستیو کې له افغان لوبډلې سره د سیالیو د نه کولو خبر ورکړ.

د پاکستان کرکټ بورډ مشرشهریار خان پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د راتلونکي ۲۰۱۶ کال تر اپریل میاشتې پورې د افغانستان په ګډون هالینډ او سکاټلینډ سره د لوبو کولو لپاره وخت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان او ایرلینډ ته په (فیوچرټورز پروګرام) کې ځای ورکړل شوې ده او دواړه لوبډلې له ټیسټ او نورو لوبډلو سره د سیالیو په برابرولو کې پوره خلاص لاس لري.

که افغان کرکټ بورډ خپلې ملي لوبډلې ته د ۲۰۱۸ کال تر پایه زیاتې نړیوالې سیالۍ برابرې کړي او افغانستان اوسني ۱۲ مقام څخه ځان تر ۸ م مقام پورې ورسوي؛ نو نېغ په نېغه به په ۲۰۱۹ زېږديز کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولوبېږي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په وروستیو میاشتو کې افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ټیسټ لوبډلې زمبابوی سره نړیوال سیریز ترسره کړ، چې افغانستان په دوه دوه بریاوو برابر پاې ته ورساوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام