
طالبانو پرون ورځ د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د چرسیانو په سیمه کې د یوې پوستې ۷ افغان پولیس اسیران کړي، چې د شپې ناوخته مهال یې ټول وژلي دي.
د تخار ولایت د مقام ویاند سنت تیموري د دې خبر په تایید سره وايي، چې د طالبانو لهخوا د نیول شوې پوستې نه د بېرته نیولو هڅې روانې دي؛ خو تر اوسه مرستندویو ځواکونو بېرته نهده نیولې. دا امنیتي پوسته د درقد ولسوالۍ پولې سره نږدې پرته ده.
تیمور وايي، چې پهدې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ و ژوبله اوښتې ده.
له بل لوري طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وژلو شویو سرتېرو شمېر ۸ ښودلی دی.





