بادغيس؛ د امنيتي ځواکونو په بريد کې د يوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

د بادغيس د ولايتي شورا غړی بهاوالدین قادسي وايي، دا پېښه تېره شپه د مقر ولسوالۍ په سرخيان سيمه کې هغه مهال شوې ده کله چې امنيتي ځواکونو د طالبانو پر ضد شپني عمليات کول.

قادسي همداراز وايي، د يادو عملياتو په پايله کې يوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د بادغيس د ولايتي شورا د غړي بهاوالدین قادسي په وينا، د امنيتي ځواکونو په يادو عملياتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د بادغيس د والي مرستيال فیض محمد میرزازاده هم وايي چې په ياده سيمه کې عمليات شوي دي خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام