لویې څارنوالۍ ۱۳۹۵ کال کې له ۳۴ زره زیاتې جنايي دوسیې څېړلي

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د حکومتي ادارو او وزارتونو له ویاندویانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې دغې ادارې په روان لمریز کال کې ۳۴ زره او ۲۸۴ جنايي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.

د رسولي پروینا، د دغو دوسیو له ډلې ۱۲ زره او ۸۱۱ پېښې يې د دعوو او اسنادو پر بنسټ څیړل شوي، ۹ زره او ۴۹۲ نورې یې د استیناف څارنوالۍ پرېکړه لري، ۱۱ رزه او ۲۶۴ دوسیې له څېړنې وروسته نهايي شوي او یوزرو ۳۱۴ نورې یې د اسنادو او شواهدو د نه شتوالي له امله تر تعقیب لاندې دي.

رسولي زیاته کړه، په ټوله کې لویې څارنوالۍ  ۴۲ زره او ۶۳۷ دوسیو ته رسېدنه کړې، چې ۳۴ زره او ۲۸۴ دوسیې يې د ۱۳۹۵ لمریز کال دي او ۸ زره ۳۵۳ دوسیې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال پورې اړوند دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند پروینا، ۲۵ زره او ۷۷۷ نورې دوسیې تر څېړنې لاندې دي، چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې به بشپړې شي.

دغه راز د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وویل، د سرغړونو کتګورۍ په اساس ۱۶۶ تورن ماشومان د کورني امنیت پر وړاندې په جرمونو تورن او محکوم دي.

د عدلیې وزارت ویاند وویل، په دویمه درجه کې د غلاوو پېښې دي، چې شمېر یې لوړ دی او په درېیمه درجه هغه ماشومان دي، چې په وژنو تورن دي.

ریاضت وايي، دغه ماشومان د سمون په مرکزونو کې دي او دا د ماشومانو په جرمونو کې لوړ شمېر دی.

ده وویل، محکومو ماشومانو له پاره کابل کې د پوهنې وزارت له خوا الحاقیه ښوونځي فعال شوي دي او تمه ده، چې په ۱۳۹۶ کال کې بدخشان ولایت کې هم د پوهنې وزارت په مرسته د تورنو او محکومو ماشومانو د روزنې په موخه ودانۍ جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام