
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دمګړۍ د لښکرګاه ښار په ګډون پهدې ولایت کې له ۲۰ تر ۳۰ ښوونځيو دروازې تړل شوي او د ملي اردو ځواکونه د دوی له ښوونځیو د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخلي.
د هلمند د پوهنې رییس داودشاه سپاري سلام وطندار ته وویل چې څو ځلې یې د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته استعلامونه لیږلي چې دا ښوونځي تش کړي؛ خو تر اوسه یې همکاري نهده کړې او ستونزه پهخپل ځای پاتې ده.
په ورته وخت کې ځېنو زدهکوونکیو هم سلام وطندار سره په خبرو کې له دې ستونزې شکایت وکړ.
د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي او د ښوونځي زدهکوونکي محمد فرید او اسحاق وايي چې امنیتي ځواکونو د دوی ښوونځي د سنګرونو په توګه کاروي او دوی یې له زدهکړو محروم کړيدي.
(1).jpg)
د دوی په وینا، له طالبانو نه بېرته د نادعلي ولسوالي له نیولو وروسته امنیتي ځواکونو د دوی ښوونځي پرېښودل؛ د ښوونځيو ودانۍ او ټول ښوونیز تجهیزات ویجاړ شوي وو.
محمدفرید او اسحاق وايي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې ښوونځي ته نهدي تللي.
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست چارواکیو په وینا، د دوی د نوې طرحې پر بنسټ به ډېر ژر د هغو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شي چې په وروستیو جګړو کې ویجاړ شويدي.





