د ننګرهار په پچیراګام کې لا هم د پاڅون‌کونکو او داعش ډلې ترمینځ د جګړې سنګرونه تاوده دي.

تېره پنجشنبه ګهیځ څلور نیمې بجې د دغه  ولسوالۍ پر پاس پچیر سیمې داعش وسله والو بریدونه وکړل، چې له سیمه‌ییزو پاڅون‌کونکو، له سخت غبرګون سره مخ شول.

په دې اړه زموږ ولایتي خبریال امید دیدار د جګړې لومړۍ لیکې ته ورغلی او ځينې مهم جزیات یې له تاسو سره شریکوو.

امید دیدار ته د ننګرهار پیچراګام ولسوالۍ د پاس پچیر ځينو اوسيدونکو ویلي، چې داعش ډلې یې په لسګونو کسان وژلي، ګڼ شمیر یې یرغمل کړي ، چې تراوسه یې د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه لري او د دوی په لسګونه کورونه یې هم سوځولي دي.

دوی زیاته کړه، چې له داعش سره به تر هغه وخته پورې جګړه وکړي، چې په بدن يې یوه قطره وینه وي.

د سیمې خلک له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د دوی د سر او مال د ساتنې له پاره جدي ګامونه پورته کړي.

دوی خبرداری ورکړ، چې که حکومت په دې اړه جدي غبرګون و نه ښي، چې دغه سیمه به په ټوله د ځايي خلکو پر هدیره بدله شي.

د سیمې خلک وایي، چې د داعش ډلې زیاتره غړي له ډیورند اخوا  د اورکزیو دي او له هماغه ځایه یې ملاتړ کېږي.

د پچیراګام پاڅون کوونکي ګیله کوي او وایي، چې  نږدې دوه کاله وړاندې یې د داعش پر وړاندې پاڅون کړی، خو تراوسه حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

تور خان د دغه ځای د پاڅونوالو یو قومندان او ځايي ملک وایي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د داعش پر وړاندې په خپلو شخصي پېسو جنګيږي هغه وايې له دې وروسته له دغې ډلې سره مبارزه د دوی له وسه پورته خبره ده او حکومت باید له دوی سره اوږه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی انساني ځواک لري او فقط د حکومت تمویل او تجهیز ته اړتیا لري.

دی وايي، که حکومت د پچیراګام  په جګړه کې له دوی مرسته وکړي؛ نو داعش ډله به له سیمې وشړي، که نه ؛ دغه ډله به له دې لارې نورو سیمو ته هم ځان ورسوي.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان ممتاز د جنګ په لومړۍ کرښه کې سلام وطندار ته وویل، چې د جګړو له امله د دغې ولسوالۍ له پاس او کوز پچیرونو په زرګونو کورنۍ وتلي دي.

که څه هم ولسوال میرباز خان په دغه جګړه کې د مرګ ژوبلې د شمیر په اړه مالومات ورنه کړل؛ خو د سیمې خلکو سلام وطندار ته وویل، چې تر ۷۰ ډیر کسان له داعش سره په جګړه کې وژل شوي او نږدې ۴۰ نور ټپیان دي.

د ننګرهار دوالی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د یکشنبې په شپه پچیراګام ته ګډ امنیتي ځواکونه رسیدلي،  په  ځينو سیمو کې یې چاڼیزعملیات هم کړي او ډیر ژر به د پاس پچیر د نیولو په موخه هم عملیات پیل کړي.

دوی وايي، چې په عملیاتو کې به يې هوايي ځواک هم ملتیا وکړي.

خوګیاڼۍ  وايي، تر دې دمه په دغه جګړه کې ۵۴ داعش وسله وال هم وژل شوي.

له بلې خوا ځايي خلک وایي، چې د شنبې په ورځ پچیراګام کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې هم بریدونه  کړي، خو د داعش پرځای یې، پنځه پاڅونوال وژلي دي، دوی له امریکايي ځواکونو او افغان حکومت غواړي چې دا ډول ړندې بمبارۍ د ودروي.

پرون د کورنیو چارو وزیر ننګرهار کې د دغه ولایت د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې د پچیراګام جګړې ته په اشارې ویلي وو، چې ولسمشر محمد اشرف غني سیمې ته د ځواکونو د لېږلو امر کړی او ژر به ټولې سیمې بېرته له داعش پاکې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام