
سهار وخته کله ـ چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار له محمدي جوماته د اذان غږ پورته کېږي ـ له کوره وځو چې د پوځ یو سرتېري سره خبرو ته ورشو او د دندې پر مهال د هغه د کار او روزګار په اړه ورسره خبرې وکړو.
د پوځ له مرکزونو نه یو ځای ته دننه کېږو چې دې مرکز کې ټول سرتېري د دیني زدهکړو په ترلاسه کولو بوخت دي. له هغه وروسته ټول په لیکه درېږي او له هېواده د دفاع لهپاره د وفادارۍ ژمنه کوي.
د دغو ټولو سرتېرو ترمنځ پر یو موسکي او د شین سترګي سرتېرې مې ـ چې پلنګي یونیفورم یې اغوستی ـ سترګې خوږېږي.
د دې لهپاره چې دغه ځوان د عملیاتو ترسره کولو لهپاره چمتوالی نیسي؛ ډېرې خبرې ورسر نهشو کولی. تر اوسه د ده په اړه یوازې همدومره پوهېږو چې ټول یې «دولتمراد» بولي او خپل هېواد سره د مینې لرلو په پار له پاکستانه راستون شویدی.
دولتمراد وايي، یوازې تېر یو کال کې یې شپېتو عملیاتو کې ـ چې په بریالیتوب سره ترسره شوي ـ ګډون کړیدی.
هغه اوس یوازې مور او درې ورونه لري چې د جوزجان یوې لېرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي او کال کې یو ځل د خپلې کورنۍ لیدلو ته ورځي.
دولتمراد د خپلې کورنۍ لګښت له خپل میاشتني حقوقو ورکوي.
هغه د هر عملیاتو له پیل وړانډې د خپلې مور دوعا ترلاسه کوي؛ خو د اړیکو نه ټینګېدلو په دلیل خپله دغه غوښتنه نهشي پوره کولی.
لهدې سره بیا هم ډاډه دی چې هره جګړه کې یې ورسره د مور دوعا شته.
دولتمراد او ملګرو سره یې د عملیاتو ترسره کولو لهپاره یوه نامعلوم ځای ته حرکت کوو. د لارې اوږدو کې څو ځلې د طالبانو کمین سره مخېږو.
دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو سره هوايي ځواکونه هم ملتیا کوي چې د هوا له لارې د طالبانو مهم پټنځایونه په نښه کړي؛ خو امنیتي ځواکونه تر ډېره د ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کوي چې طالبان بیا ورڅخه د هغوی له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.
اوس موکې برابرېږي چې دولتمراد سره ځېنې خبرې وکړو.
هغه وايي، ۱۳ کاله وړاندې خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای له خپل پوځ سره د مینې په پار له پاکستانه راغلی او د پوځ له لیکو سره یو ځای شول؛ خو اوس یوازې هغه پاتې دی او دوه ملګري یې وژل شوي او دوو نورو هم دندې خوشې کړېدي.

زما او د دولتمراد خبرې دلته نه ختمېږي، دواړه په ګډه کله هم پیاده او کله هم موټرو کې له ستونزمنو لارو تېرېږو.
موږ هغه او د هغه همکتاري د امنیتي ګواښونو له امله له لېرې څارو.
بلاخره جوزجان کې داسې سیمو ته رسېږو چې امنیتي ځواکونو نیولي او له خپلې دې بریا څخه په ملي اتڼ نمانځنه کوي.
دې ځای کې له یو ساعت دمې او د ستړیا له ختمېدو وروسته، ټولو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د شبرغان ښار مرکز لوري ته حرکت کوو. د لارې اوږدو کې د مخابرې غږ اورېدل کېږي چې د طالبانو د تښتېدلو کسانو نیولو خبر ورکوي.
بیا ځلې زمینه برابرېږي چې دولتمراد سره خبرې وکړم او هغه وايي، تر اوسه مجرده دی او د افغانستان د خلکو ځان او مال ساتلو لهپاره جنګېږي.
دولتمراد سره مو خبرې پای ته رسېږي؛ خو داسې ښکاري چې لا هم د هغه او زرګونه نورو ځوانانو زړونو کې له هېواده د دفاع حس څپې وهي.
«د ملي اردو په لیکو کې خیالي سرتېري نهشته»





