د ولسي جرګې دویم مرستیال حاجي محمد نذیر احمدزی د یو پلاوي پر مشرۍ له روسانو څخه د هوايي ځواک مرستې له پاره نن غرمه مسکو ته لاړ.
نوموړي د (اکټوبر په ۱۴مه) سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له مسکو څخه د بلاعوضه هوايي ځواک او په افغانستان کې د پخواني شوروي د وخت د پاتې الوتکو او وسلو د رغولو له پاره د وسایلو او پرزو غوښتنه کوو.
احمدزي په خپلو خبرو کې وویل، چې د مسکو د مرستو په اړه یې له امریکا سره د راپیدا شوو اندېښنو په اړه خبرې کړي او امریکا په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.
ده همدا ډول وویل، مسکو به دې ته لېواله کړي، چې په افرادو پانکه ونه کړي، بلکې مخامخ له افغان دولت سره مرستې وکړي.
احمدزي وویل، له مسکو څخه به یې غوښتنه دا وي، چې نظامي مرستې د افغان حکومت له امنیتي سکتور سره مخامخ وکړي.
احمدزي وویل، ولسي خلکو سره یوه اندېښنه موجوده وه، چې روسانو سره خبري شوي دي او دوی به د ضرورت پر وخت کې له افغانستان څخه هاخوا عملیات وکړي، خو پر وینا یې دوی به چا ته د عملیاتو اجازه ورنه کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وروستي سفر کې د روسیې له دفاع وزیر سره لیدنه کړې وه.
دوستم په دغه لیدنه کې له مسکو څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره دې په نظامي برخه کې مرستې وکړي.
په دغو لیدنو کې روسیې ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه مرستې وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې سفیر السکاندر مانتیسکي د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره کتنه کې له افغان ملي ځواکونو سره د روسیې د مرستو چمتووالي خبره کړې وه.
د روسیې سفیر ویلي وو، چې حکومت یې د ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.





