
وسلهوال تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۰ بجې د کابل ښار په دشتبرچي سیمه کې د یوه سل بستریز روغتون مخې ته چاودنه وکړه او وروسته روغتون ته ننوتل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ۳۰ زیات کسان ووژل.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپيانو هم ۱۶ بولي، خو د پېښې عیني شاهدان د قربانیانو شمېر تر اعلان شویو شمېرو ډېر زیات بولي.
د پېښې یو عیني شاهد عارف وايي، تېره ورځ شاوخوا ۹ بجې او ۳۰ دقیقې دوه شکمن کسان چې د سرحدي نظامیانو جامې یې پر تن وې، د دغه روغتون ورودي دروازې ته نږدې یې یوه ښځه او یو ماشوم وواژه او روغتون ته دننه شول.
د عارف په وینا، د پولیسو رېنجر موټر چې په سیمه کې یې د امنیت تامینولو لپاره حضور درلود، وتښتېدل.
عارف چې د دغه برید له ټپیانو او زیان لیدونکو سره د مرستې لپاره روغتون ته ورغلی و وايي، د شپږو حلال شویو ماشومانو د جسدونو لیدل ورته ډېر زړه بوږنوونکي وو چې هېڅکله به یې له یاده ونه وځي.
هغه وايي، له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي وو او په وینا یې، یوازې شپږ ماشومان یې حلال کړي او د ډېرو ښځو جسدونه هم په روغتون کې پراته وو.
هغه ماشومان او میندې چې له دغه بریده روغ وتلي، د اتاترک د ماشومانو روغتون ته لېږدول شوې دي.
د اتاترک د ماشومانو روغتون سرطبیب جنتګل عسکرزاده وايي، دغه روغتون ته ۲۰ ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې یوازې د پنځو ماشومانو میندې ژوندۍ دي او پاتې وژل شوې دي.
حبیبه چې له پېښې روغه وتلې وايي، له هغو دوو نورو مېرمنو سره د زېږون بېړنۍ خونه کې وه او له زېږون نه یې ۲۰ دقیقې تېرې شوې وې چې یو دم د خونې دروازه پرانېستل شوه او یو نظامي کس چې د هغې او د نورو د وژلو لپاره ورغلی و، کوټې ته دننه شوه او په دې سره کوټه کې دوه مېرمنې یې ووژلې، خو د معجزې په توګه یې د دې له وژلو ډډه وکړه.
د کابل په لوېدیځ کې پر سلبستریز روغتون برید ډېر غبرګونونه راپورته کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه برید عاملانو ته باید سزا ورکړل شي او د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر خپلې ټویټرپاڼې دغه برید محکوم کړی او ویلي یې دي، افغانان باید له خپلو متحدانو سره په څنګ کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.





