
خوست ولایت کې نن د جمعې د لمانځه پرمهال د افغان سرتېریو د لوا په جومات کې بمي چاودنه شوېده.
د ملياردو د یادې لوا ویاند تورن عبدالله سلام وطندار ته وویل چې پېښه د جمعې د لمانځه پرمهال شوې چې په پایله کې یې د ملياردو ۹ سرتېري وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه لا د چاودونې نوعیت نهدی معلوم؛ خو پهدې اړه د دوی څېړنې روانې دي.





