.jpg)
د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د لومړی ځل لهپاره داعش وسله والې ډلې ونیوله، چې سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ نورو سیمو ته کډه شوې.
له درزاب ولسوالۍ د خلکو کډه کېدلو د موټر چلوونکو بازار زیات کړو.
اوسمهال درزاب ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده، خو موټر چلوونکي لا هم خلک وېروي، چې داعش ډله بیاځلي برید کوي او په دې تبلیغ سره یې د خپلې باربرۍ بازار ګرم ساتلی دی.
د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي وايي، د درزاب له سقوط مخکې موټر چلوونکي په ۳۰۰ افغانیو ترښاره راتلل، خو د جګړې له پیل سره دغه شمېر ۱۰۰۰ افغانیو ته لوړ شو.
دی وايي، موټر چلوونکو د کرایې لوړې بیې د ساتلو لهپاره تبلیغات جاري ساتلي او خلکو ته وايي: "څومره ژر چې کېږي له ولسوالۍ کډې وکړي او داعش بیا حمله کوي."
.jpg)
محمودي له ټولو درزابیانو غواړي، چې د موټر چلوونکو په تبلیغاتو پسې دې نه ځي او زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه د داعش ډلې د ځپلو توان لري او هېڅکله به دغه پېښه بیا تکرار نه شي.
د درزاب اوسېدنکي هم دغه قضیه تاییدوي او تور پورې کوي، چې موټر چلوونکي ماشومانو ته پسې ورکوي ترڅو خپلو کورنیو ته د داعش ډلې دویم ځلي برید په اړه خبر ورکړي او له سیمې یې تېښتې ته اړ باسي.
د درزاب امنیې قوماندان محمد اسماعیل موضوع تاییدوي او وايي اوسمهال حالت ښه شوی او دوی د موټر چلوونکو تګ را تګ تر څار لاندې نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې د جوزا میاشتې په ۲۹ تاریخ په درزار ولسوالۍ برید وکړ او په سبا ورځ یې دغه ولسوالي ونیوله.





