په پکتیکا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې ۷ پاکستاني ملېشه وژل شوي

د پکتیکا چارواکي وايي، چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سرحدي سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطا الله فضلي وايي، دغه نښته د حقاني شبکې د يوې ديني مدرسې د ملکيت پر سر شوې، چې له امله یې ۷ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.
د فضلي په خبره په دغه نښته کې یو افغان سرحدي پوليس وژل شوی دی.
فضلي د پاکستاني ملېشې د ټپيانو په اړه ناخبري وښودله، خو ویې ویل، چې پاکستاني خوا ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده په باور، دواړه خواوې یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي او وروسته له دې هم د جګړې امکان شته.

 

په سويل ختيځ زون کې د ۴۰۳ نمبر سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې تېره شپه ۱۲ بجې پاکستاني ځواکونو غوښتل پر دغې ديني مدرسې د ځان لپاره تاسيسات جوړ کړي، چې افغان ځواکونو پرې بريد وکړ.

افغان سرحدي پوليس وايي، چې دغه ديني مدرسه د طالبانو د رژيم په وخت کې د افغانستان په خاوره کې وه، چې وروسته پاکستاني ځواکونه ورو، ورو مخته راغلل او په خپل تصرف کې يې راوستله.

دوی زياتوي، څو ځلې مخکې هم پاکستاني ځواکونو هڅه کړې وه، چې تاسيسات پرې جوړ کړي، خو هر ځل يې افغان ځواکونو مخنيوی کړی دی.

د پکتیکا برمل ولسوالي له پاکستان سره پر کرښه نېږدې پرته ده، چې وخت ناوخت ترې د نا امنیو او پاکستاني ځواکونو له خوا د تېریو خبرونه ورکول کېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام