راپورونه وايي، چې د مشرانو جرګې د مرستیال محمدعالم ایزدیار زوی سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې ۳ پرلپسې چاودنې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د دغو چاودنو له امله ټولټال ۶ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.
سالم ایزدیار، تېره ورځ په پلازمینه کابل کې د خونړي برید له امله په لاریون کې لومړی سخت ټپي شو او بیا يې په روغتون کې ساه ورکړه.
داسې ویل کيږي، چې په جنازه کې د ولسمشر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو ځای ناستی وزیر صلاحالدین رباني، امرالله صالح، ضیا مسعود او نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو ګډون کړی و.
ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټول د بېلابېلو پېغامونو له لارې ټول ملت یووالي او یو موټي کېدو ته وبلل او دغه بریدونه يې د افغانستان د دوښمنانو کار وباله.





