طالبانو له دوو پولیسو نه په ژوندوني پوستکي ویستي دي

له بغلان ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې طالبانو له لومړی له دوو پولیسو نه په ژوندوني پوستکي ویستي دي او بیا يې وژلي دي.

نن سهار (چهارشنبه اګست ۱۰مه) وسله والو طالبانو د بغلان ولایت دهنې غوري ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې په پایله کې يې د پولیسو څو پوستو له نیولو وروسته؛ دوه پولیس هم نیولي دي.

له هغه وروسته يې له پولیسو لومړی پوستکي ویستي او بیا يې وژلي دي.

د دغو پولیسو د کورنيو غړي شاه زمان زماني د یو پوست شوي پولیس د کاکا زوی دی، دی کیسه کوي، چې د کاکا زوی یې ورته د ټلیفون له لارې وویل، چې طالبانو د ده د یو پولیس ملګري نه د ده په مخکې پوستکی وویست او اوس د ده نوبت دی.

د زمان په خبره، په همدې سره چغې شوې او اړیکه یې ورسره پرې شوه. دی همداراز وايي، طالبانو نورو پوستو ته خبرداری ورکړی؛ که په لسو دقیقو کې خپلې پوستې پرېنږدي؛ له ټولو نه به په ژوندوني پوستکي وباسي.

زمان زیاته کړه، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي، چې طالبانو له دغو پولیسو نه هغه وخت پوستکي ویستي، چې دوی ته تسلیم نه شول.

دوی وايي، چې تر اوسه ۷ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ یو بل سیمه ییز مشر رحم الدین وايي، د دغه ولایت د والي دفتر ته ورغلي وو او له والي يې غوښتي، چې دوی ته دې وسلې ورکړې، چې د طالبانو له منګولو څخه کلابند شوي پولیس وژغوري.

پدغه قومي مشران والي ته ډاډ ورکړی، چې دوی له طالبانو سره جګړې ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د بغلان د ولایتي شورا غړې نوریې حمیدې حکومت په کمزورۍ تورن کړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه، چې د دې ولسوالۍ پر خلکو وسلې ووېشي، چې د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره له خپلو ملي ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پر ضد وجنګېږي.

د بغلان والي عبدالستار بارز د دې پېښې د پخلي په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي، چې د محاصره شویو پولیسو د راخلاصو او د طالبانو د ځپلو له پاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د بغلان امنتي ارګانونه هم د دې پېښې د منلو په اړه له رسنیو سره د خبرو له کولو ډډه کوي.

څلور میاشتې کېږي، چې طالبانو د ډنډې غوري په سیمه کې د حکومتي مامورانو پرمخ د دې ولسوالۍ او مرکز لاره بنده کړې او دا ولسوالي یې په ولکه کې ده.

له دې مخکې یو شمېر پولیس چې د طالبانو په محاصره کې وو، سلام وطندار ته د وسلو د کمښت په اړه ویلي وو او خبرداری یې ورکړی و، که چېرې د ډنډې غوري په سیمه کې عملیات پيل نه شي او تازه سرتېري ور ونه لېږل شي؛ ډېر ژر به دهنې غوري ولسوالي د طالبانو له خوا سقوط شي.

دهنې غوري د بغلان ولایت مزکز پلخمري ښار ته نږدې ولسوالي ده، چې ډېره برخه یې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام