
ولسمشر غني وايي، نور هغه پېر پای ته رسېدلی، چې یوه ډله دې د قتل، وینې بهولو او ترور له لارې حکومت ته ورسېږي.
د ملي یووالي حکومت نن ورځ په ارګ کې د غويي ۸ د جهاد د کامیابۍ پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.
غني وویل، موجوده ولسواک نظام او اساسي قانون د مجاهد ملت د جهاد نتیجه ده او خبرداری یې ورکړ، هغه ډله چې لا هم د وژنو او وینې بهولو له لارې د واک ترلاسه کول غواړي؛ په حقیقت کې اسلام نه پېژني او تر اخره به یې ختمه کړو.
ولسمشر غني وویل، د جنایتکارانو او د هغوی د ملاتړو انګېزه په وینو، دین، د خلکو په ژوند سوداګري کول او د دې سیمې د خلکو ژوند تریخول دي؛ خو د افغان ملت انګېزه شرافت مندانه ژوند، عزتمنده سوله او سرتاسري امنیت دی، چې د قانون له مخې یوه پرحقه داعیه ده.
غني ټینګار وکړ، ټاکنې د حکومت یوبله مهمه موضوع ده، چې په خپل وخت سره به ولسمشریزې ټاکنې کېږي او دغه راز سږکال د ولسي جرګې انتخابات هم په مخکې لرو.
.jpg)
اشرف غني وویل، افغانستان د هېچا د بربادۍ په لټه کې نه دی او له هېڅ یوې ترهګریزې ډلې سره قرارداد نه لري.
ولسمشر زیاته کړه، افغانستان هغه مهال زیان ویني، چې په کور د ننه بېل او ملي یووالی یې متزلزل شي.
دی وايي، هره ناسنجول شوې وینا او احساساتي دریځ د افغانستان دوښمن ته فرصت برابروي، چې د عمل ابتکار په لاس کې واخلي.
دغه راز په غونډه کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ټینکار وکړ، چې د مجاهدینو له ظرفیت نه دي استفاده وشي.
د عبدالله په خبره، اوس هم د هېواد په ګوډ، ګوډ کې د ترهګرو د تېري په وړاندې له هر ډول امتیاز اخیستلو پرته مجاهدین مقاومت کوي.

اجرایوي رییس دغه راز وویل، نن په داسې حال کې د مجاهدینو د بري ورځ نمانځل کېږي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې غږ ته لبیک وویل او له ولسونو سره دی.
عبدالله د خپلو خبرو پرمهال له سیاسيونو غوښتل، چې په څرګندونو کې دې له ټولو هغو موضوعاتو ډډه وکړي، چې د ملي ګټو او د نظام د ثبات په زیان دي.
اجرایوي رییس د ترهګرو له ملاتړ کوونکو هېوادونو ته وویل، له ترهګرو ملاتړ سمه لار نه ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې غوره ده، چې په ملي، سمیه ییزې او نړیوالې کچې یوه اجماع جوړه شي او پرېکنده ګام واخلي.





