.jpg)
نن د پنجشنبې ورځ د محرم الحرم لسمه کابل او ولایتونو کې د ماتمکوونکيو لهخوا د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ورځې لمانځلو مراسمو کې د ګډون لهپاره د کابل لودیځ کې د دشتبرچي سیمې یو جومات ته ورغلی و.
ولسمشر غني د عاشورا د ورځې ماتمکوونکیو ته په وینا کې د کابل په لودیځ کې په شیعه مذهبي ځایونو باندې بریدونه په ټول افغانستان بریدونه وبلل او ویې ویل چې د شیعه او سني وینه یو رنګ لري.
ده په ورته وخت کې د لویدیځ کابل له اوسېدونکیو نه د دې سیمې د ستونزو د حل لهپاره د یو استازي غوښتنه وکړه چې ارشد سلاکار یې وټاکي.
ولسمشر وویل، د افغانستان دوښمنان غواړي د کابل پر لویدیځ بریدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.
.jpg)
ښاغلي ولسمشر د کابل په امنیه قوماندانۍ کې د لویدیځ کابل لهپاره د یو ځانګړي معاونیت د ایجادولو ژمنه هم وکړه.
د عاشورا د ورځې لهپاره د سختو امنیتي ترتیباتو سره ـ سره د کابل په مرکزي او لودیځو برخو کې ماتمکوونکي لا هم د عاشورا پر مراسمو د احتمالي تروریستي بریدونو په اړه اندېښمن دي.
پر کابل سربېره د عاشورا ورځې لمانځلو لهپاره د بلخ ولایت مرکز مزار ښار د روضې جومات کې هم یوه لویه غونډه جوړه شوېوه.
کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنې لهپاره لارو کوڅو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د تکیهخانو کسانو ته هم وسلې وېشل شوېدي.
دغه راز د عاشورا د نمانځنې سیمو او تکیهخانو ته تللې زیاتره لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.





