
د سولې عالي شورا یو چارواکي ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ به د سولې خبرې پیل شي او هیلهمن دی چې طالبان دې خبرو ته واکمن پلاوی غوره کړي.
د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د سولې عالي شورا د دارالنشا رییس محمداکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت استازی وربلل شوی وو چې د سولې کارکړنو او د نویو پلانونو په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.
د وکیلانو زیاتره پوښتنې په دې را ټولې وې چې د سولې خبرې به کله پیلیږي؟ د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو غوښتنه ده، که بل څه؟
حکومتي چارواکي وایي، په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعالې دي، ایا طالبانو سره سوله به جګړه پای ته ورسوی؟ دا رښتیا دي چې د سولې په نوم ځېنې سیمې طالبانو ته پرېښودل کېږي؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې چې ښاغلي خپلواک ځواب کړې.
خپلواک وویل، له اوربند وروسته په ټول افغانستان کې د جهادي مشرانو، دیني عالمانو او ملي شورا غړیو پرمټ به د سولې لهپاره پراخ پیوستون رامنځته او په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له هرې کچې کسانو سره اړیکې نیول شوي چې طالب مشران په بینالافغاني خبرو کې ګډون ته وهڅوي.

دغهراز د سولې عالي شورا د دارالنشا رییس محمد اکرم خپلواک وویل چې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه غونډې ته د بېلابېلو اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان ور بلل شوي دي.
د ښاغلي خپلواک د معلوماتو لهمخې په دې غونډه کې به د افغان سولې، اوربند او نورو موضوع ګانوپه اړه خبرې وشي او هم یوه میاشت وروسته افغان او پا کستاني دیني عالمان ګډه غونډه لري.
خپلواک د شلو ترهګرو ډلو په اړه د ځېنو وکیلانو اندېښنو په ځواب کې وویل که طالبان او د حقاني شبکه سوله وکړي حکومت نورې ډلې په اسانۍ سره ځپلی شي.
دغهراز، له افغانستانه د امریکایې ځواکونو وتلو په اړه ښاغلي خپلواک وویل چې طالبان او دولت دواړه مني چې د سولې بهیر له تضمین وروسته دې بهرني ځواکونه له مهالوېش سره سم ووځي.
ده طالبانو ته د امن سیمو جوړېدو په اړه ګنګوسې هم رد او ویې ویل چې د امن په نوم هېڅ سیمه به طالبانو ته پرې نښودل شي او یوازې په ځینو سیمو کې به قومي مشران طالبان اوربند او د سولې خبرو ته هڅوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل ولسي جرګه هم د سولې خبرو په اړه پر یوه طرحه کار کوی او په راتلونکې کې به یې ورته وسپاري.
ابراهیمي د سولې په اړه د سولي عالي شورا او حکومت د کړنو ملاتړ وکړ. د ښاغلي ابراهیمي په وینا ټول ملت د عزت سوله غواړي داسې سوله چې جګړه د تل لهپاره پای ته ورسوي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت استازي په سیمهییزه او نړیواله کچه د سولې په اړه د اړوند وزارت کار کړنو په اړه وکیلانو ته معلومات ورکړل.
خو د ولسي جرګې په غونډه کې د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي نه ګډون ته ځېنو وکیلان کلک غبرګون وښود.