کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو څه باندې ۴۰ زره فورمې وېشل شوي

له ټولو مخالفتونو سره ـ سره بیا هم کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ روانه ده.

د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند روح‌الله احمدزی وايي، تراوسه د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکیو ته څه باندې ۴۰ زره فورمې وېشل شوې‌دي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، د غوښتونکیو لوړه د دې شمېره لامل شوې چې دا اداره کابل کې د دوو مرکزونو پرانيستلو پروګرام په نظر کې ونیسي او ټاکل شوې دغه مرکزونه راتلونکیو ورځو کې پرانېستل شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه‌کول وخت نیسي او هر متقاضي باید څلور پړاونه بشپړ کړي؛ نو له همدې امله دې ادارې تراوسه پورې ۱۵۰۰ تذکرې وېشلي دي.

د ده په وینا، دمګړۍ په کارته‌چهار او وزیراکبرخان کې د پېژندپاڼو د وېش دوه مرکزونه فعاله دي چې دواړو شاوخوا ۴۰ زره فورمې وېشلې دي او ډېر ژر به دوه نور مرکزونه هم پرانیستل شي.

ښاغلی احمدزی همدارنګه وايي، کابل کې به د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ ۶ میاشتې وخت ونیسي او وروسته له هغو به دغه بهیر په سترو ښارونو کې پيل شي.

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ملت په توګه د افغان کلمې لیکل، دې برخه کې د اختلاف تر ټولو مهم لامل دی.

مخالفان په‌دې باور دي چې افغان کلمه د ټولو قومونو هویت نه څرګندوي او دغه کلمه باید پېژندپاڼو کې ونه‌ لیکل شي.

خو موافق لوری وايي، افغان کلمه افغانستان کې د ټولو مېشتو قومونو تاریخي او قانوني هویت دی او په برېښنايي پېژندپاڼو کې یې لیکل ضروري دي.

برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې لیکلو سره یو له مخالفانو اجرایوي رییس عبدالله عبدالله دی.

د اجرایوي ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي سلام‌وطندار راډیو ته وویل، دوی په‌خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي.

د ده په خبره، دغه بهیر غیرمشروع او یو اړخیز دی او د حکومت یوه لوری سره له سلاکولو پرته پیل شوی.

ښاغلی رحیمي په‌دې اړه چې که د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو بهیر ونه‌ درول شي؛ د اجرایوي ریاست بدیل څه دی؛ هېڅ نه وايي.

له‌دې سره د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي، دغه بهیر د ولسمشر له لوري په رسمي توګه پیل شوی او پراختیا ورکول یې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې دنده ده.

د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو څرنګوالي پر سر د ملي یوالي حکومت مشرانو ترمنځ د اختلاف نظر ترڅنګ یو شمېر هېوادوالو هم ځېنو ولایتونو کې د لاریون په ترسره کولو سره د دغه بهیر درولو غوښتنه کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام