
په افغانستان کې د امن خونې د تاوتریخوالو پر وړاندې د ښځو د ملاتړ په موخه جوړې شوې دي.
دا خونې د تاوتریخوالي د قرباني شویو مېرمنو لپاره د خوندي ځای حکم لري. د کورونا په ټول نیوونکي چاپېریال کې دا احتمال هم شته چې دا ویروس امن خونو ته لاره پیدا کړي چې دې موضوع ځینې اندېښنې هم راپارولې دي.
خو د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی په امن خونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.
د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس سلاموطندار ته وویل، د امن خونو دننه د کورونا ویروس خپرېدل ناشوني دي.
د هغې په خبره، کومې مېرمنې چې په امن خونو کې ژوند کوي، له بهر ټولنې سره هېڅ ډول اړیکې نه لري؛ نو خوندي به پاتې شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو رییس ذبېحالله فرهنګ سلاموطندار ته وویل، د دغه کمېسیون څېړنې ښيي چې په امن خونو کې پر کورونا ویروس د مېرمنو د اخته کېدو په برخه کې هېڅ ډول اندېښنې نشته.

د نوموړي په وینا، په امن خونو کې د ټولو روغتیايي او وقایوي امکاناتو چمتووالی هم نیول شوی دی.
کورونا ویروس له نورستان ولایت پرته په ۳۳ ولایتونو کې خپور شوی دی.
دغه ویروس تر ډېره غونډې موخه ګرځوي او د همدې لپاره په ټول هېواد کې د غونډو پر جوړولو بندیز لګول شوی دی. دولتي ادارې، ښوونځي، پوهنتونونه، جوماتونه، مدرسې او تازه ولسي جرګه هم رخصت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۷۱ ته رسېدلی دی.





