
هلمند کې يو شمېر مدني فعالان وايي، دغه ولایت ته کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۵۱ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي؛ خو روغتیايي مسوولان یې په سمه توګه نهشي مدیریت کولی.
دوی وايي، د هلمند عامې روغتیا ریاست تراوسه نه کوم معیاري روغتون لري او نه يې هم د عامه پوهاوي برخه کې مثبت پروګرامونه پلې کړي دي.
هغوی نامعلومو مواردو کې کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شويو پیسو په مصرفولو نیوکه کوي او وايي، دې برخه کې فساد د زغم وړ نه دی.
دوی اندېښنه ښيي چې هلمند کې کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره اړین تدابیر نه دي نیول شوي او که روان وضعیت دوام وکړي، د ډېرو کسانو په کورونا ویروس د اخته کېدو چانس به ډېر کړي.
خو د هلمند د عامي روغتیا ریيس عبدالاحد حازم وايي، دوی کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره چمتوالی لري او د خپل پلان پر بنسټ مخ ته ځي.
هلمند کې تراوسه د کورونا ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې پنځه یې بېرته روغ شوي دي.
همداراز د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار کې د کورونا ویروس د پراخېدو مخنیوي لپاره پر ګرځېدو بنديز هم لګول شوی او د مازدیګر له پنځه بجو وروسته ښار په بشپړ ډول قرنطین وي.





