
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۶۶۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په اتلس ولایتونو کې د ۲۳۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت وايي چې د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۳ زره ۱۹۰ ته رسېږي.
د وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۴ اخته کسان مړه شوي او ۶۵۹ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۸۹۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۲۰ زره ۲۵ نور بېرته روغ شوي دي.
وزارت زیاتوي چې په ټول هېواد کې د ۷۶ زره ۴۱۵ کتل شویو نمونو له ډلې ۱۲ زره او ۲۶۷ یې فعالې دي.
تر اوسه په نړۍ کې له ۱۱ میلیونه او ۵۶۳ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۳۶ زرو نه ډېر مړه او له ۶ میلیونه او ۵۳۸ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.





