
د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا د ډېپارټمنټ مسوول محمد علي اکبري له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د اتاترک روغتون د څښاک اوبه یې دوه ځلې ازمایښت کړي دي؛ چې د څښاک وړ نه دي.
اکبري وايي، شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د ازموینې نتیجه په مکتوبي ډول د اتاترک روغتون مسوولینو ته ورلېږلې ده، خو لا هم له ککړو ابو کار اخلي.
د اکبري پر وینا، د اتاترک په روغتون کې د اوبو دوه زخیرې شته دي، چې یوه یې صحي اوبه لري او د څښاک وړدي، خو دومره ظرفیت نه لري، چې ټول روغتون ته له هغې نه کار واخلي.
د ده پر وینا د اتاترک روغتون اوبه په زیاته کچه کلورایډ او نایټریډ لري.
دوی زیاتوي، په اوبو کې د کلورایډ نور مال حد ۲۵۰ پي، پي، ام او د نایټریډ بیا ۱۱ پي، پي، ام ده، خو د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا د ډېپارټمنټ د څېړنو له مخې د اتاترک روغتون په اوبو کې د کلورایډ اندازه ۲۷۶ پي، پي، ام او د نایټریډ اندازه بیا ۳۲ پي، پي، ام دی.
په عامې روغتیا وزارت کې د محیطي روغتیا د برخې مسوول وايي، چې د دغو اوبو له پاره باید د فلتر دستګاه ولګول شي او بیا یې د څښاک له پاره وکاروي او زیاتوي، چې د روغتون مسوولینو په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اتاترک روغتون رییس ډاکټر سید حسین کامل له سلام وطندرا سره په مرکه کې وویل، چې هغوی په خپله دا غوښتي وو، چې د اوبو صحت یې ازمايښت کړي.
نوموړ وايي، د ازمایښت له نتیجې وروسته یې له دغو اوبو نه استفاده نه ده کړې.
په ورته وخت کې د یورولوژي د برخې متخصص ډاکټر راشد رامز له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، هغه اوبه چې د کلوراید او نایټریډ کچه په کې له نورمال حده زیاته وي، د نس ناستي او زړه بدوالي لامل کېږي.
د رامز په وینا، که چېرې په اوبو کې د نایټریډ اندازه له عادي اندازې زیاته شي، سرطان پیدا کوي.
د مرکزي احصایې ادارې د سروې له مخې، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې کړې وه، په کې ویل شوي و، په افغانستان کې ۴۵ سلنه خلک روغتیايي اوبو ته لاس رسی نه لري او دغه کچه یې په کابل بیا ۵۰ سلنه ښودلې وه.





