افغانستان «د مرګوني فکر» تولیدي دستګاه

د تاریخ په اوږدو کې د انسان له‌پاره تر ټولو مهمه موضوع مرګ او ژوند و/ دی؛ خو په ځېنو فرهنګونو یا په غالب ګومان ځېنې کسان په لوی لاس هڅه کوي، چې د مرګ په اړه فکر وکړي او د مرګ په اړه ذهنیت پيدا کړي. ځېنې بیا د همدې روان ژوند د بقا او ښه‌والي په اړه فکر کوي.

ښايي په تېرو څلوېښتو کلونو کې یوه ورځ هم داسې نه‌وي راغلي، چې افغاني رسنۍ دې د جنګ، چاودنې او وژنې خبر نه‌وي خپور کړی. افغانان اوس له مرګ و ژوبلې له خبرونو سره عادت شوي‌دي، اوسمهال ورته ژوند له بل هر شي بې‌ارزښته پدیده ښکاري او هره ورځ د مرګوني حالت په اړه فکر کوي.

«اوس ژوندی یم او وروسته نه‌پوهېږم»، «له غرمې مخکې ژوندی وم؛ له غرمې وروسته څه خبر»، «نن څنګه یې؟ ژوندی یې!؟»، «ښايي نن زموږ نوبت وي» و «نن سهار مو ولید، راتلونکی سهار خدای خبر.» همدا چې خواله رسنیو ته سر ورښکاره کړې؛ دا ډول ځړوني (سټېټسونه) به وګورئ. که څه هم ډېر ځله به د خواله رسنۍ کاروونکی د مرګ، چاودنې او ځانمرګي برید ويي نه کاروي؛ خو په لیکلو کې یې د مرګوني فکر په اړه نښې لیدل کېږي.
د خواله رسنیو ځېنې کاروونکي هم له‌دې مرګوني حالته شکایت کوي او په یو ډول نه په یو ډول ښيي، چې یوازې ژوندي دي او ساه اخلي؛ خو ډېر ژر به په یوه چاودنه یا ځانمرګي کې ووژل شي. په‌دې فضا کې اوسېدل؛ افغان انسان ته مرګونی حالت ترزیقوي او هغه د مړیو او مرګ دنیا ته بیايي.

ارواپوهان او ټولنپوهان په‌دې باور دي، چې په هېواد کې روان انفجاري حالت خلک مجبور کړي‌دي، چې دا ډول لیکل او د مرګوني حالت په اړه فکر وکړي.

روح‌الله رضواني وايي، چې د مرګ په اړه فکر کول د انسان لاسونه او پښې تړي او هغوی له لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو له طرحه کولو غورځوي. په نهایت کې ټولنه زیان ویني، داسې خطرناک زیان، چې جبران به یې بیا بېخي سخت وي.

د رضواني په باور، مرګونی فکر تر ډېره له هغو خلکو سرچینه اخلي، چې د ارامۍ غوښتونکي او د وحشت نه د تېښتې هڅه کوي؛ خو د دې حالت دوام ټولنې ته دروند وحشت ورکوي او ټولنه له یوې ټولیزې وېرې سره مخوي.

په مرګوني فکر کې تل د «وژنې» په اړه خطر موجود وي. حتا زیګموند فروید (د ارواپوهنې پلار ۱۸۵۶ ز ـ ۱۹۳۹ز) په‌خپلې لومړۍ لیکنې (د جنګ او مرګ د ورځو په اړه تاملات) کې په‌دې اړه لیکلي، چې انسان ته په‌خپله د مرګ په اړه تصور مشکل دی؛ «په‌دې اساس په اول قدم کې د مرګ تجربه، د بل چا مرګ؛ د هغه چا مرګ چې ته ورسره خواخوږي او مینه لرې.»

ټولنپوه محمدعزیز بختیاري وايي، چې مرګونی فکر ټولنې ته جدي زیانونه رسوي؛ ټولنیز باورونه او ارزښتونه له‌منځه وړي او هیلې په ناهیلیو بدلوي.

دی وړاندیز کوي، چې د خواله رسنیو کاروونکي دې د جنګ او خپګان له پېښو نه د خشن او جنګ ځپلي حالت انځورونو او روایتونو له خپرولو ډډه وکړي. دا کړنه په اوږدمهال کې فکر له تاوتریخوالي او خشن حالته لېرې ساتي او تر ډېره په ذهنونو کې د مرګوني حالت په اړه د فکر کولو کچه راکموي.

د ویلو ده، چې په هېڅ قانون کې توصیه نه‌ده شوې، چې انسان باید ځان ووژني؛ خو په مرګوني فکر کې قضیه بل ډول ده. انسان د وژنې فکر لري، د دې له‌پاره چې همېشني ژوند ته ورسېږي؛ ټول ذهن یې په دې ولاړ وي، چې د دې نړۍ ژوند بد، شر او د غمونو ټولګه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام