
حکومت نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د سټراټېژيکو اړیکو د لارښود مخکتنه وکړه.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري چې په یاده غونډه کې یې خبرې کولې وویل، دغه لارښود مرسته کوي چې د حکومت مطبوعاتي پلانونه د یوه لارښوونکي او روښانه سند له مخې، پلي او ترې څارنه وشي او دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.
په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، اوس په هېواد کې شته ګواښونه دومره لوړ دي چې ان حکومت او امنیتي ادارې نهشي کولای چې د خبریالانو په وړاندې د احتمالي تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.
د اوبو بندونو د ساتنې لارښود جوړ شو

دا په داسې حال کې ده چې خبریالان او د افغانستان رسنۍ له دولتي ادارو شکایت کوي او وايي چې یادې ادارې په وخت معلومات نه ورسره شریکوي.





