په کونړ کې د ځنګلونو ساتل قومي شوراګانو په غاړه واخېست

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر کونړ کې هم د ځنګلونو پرې کولو او قاچاق ستونزه جدي او مخنیوي یې حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړی‌دی.

تازه ـ تازه د دې ولایت د کرنې ریاست په هلو ـ ځلو کونړ کې اتیا قومي شوراګانې جوړې شوي چې په رضاکارانه توګه به د پخوانیو او زړو ځنګلونو پرې کولو د مخنیوي تر څنګ د نویو احیاکېدونکیو ځنګلونو ساتنه هم کوي.

دغو قومي شوراګانو نن سهار مرکز اسداباد کې د یوې غونډې پر مهال حکومت سره د یو هوکړه‌لیک لاسلیکولو پر مهال ژمنه وکړه چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې به جدي هڅې وکړي.

عبدالعزیز او بیدارحاجي د اسمار او پېج‌درې قومي مخورو او د یادو شوراګانو غړیو یاده کړه، که حکومت خپلې کړې ژمنې عملي کړي؛ دوی یې هم ملاتړ کوي.

دوی د ځنګلونو د پرې‌ کولو په تړاو د قومي پرېکړو غوڅه پرېکړه ګټوره بولي او وايي چې د قومونو خبره ځکه زوروه وي چې ځانګړې تړې لري او پرېکنده عمل کوي.

د کونړ د کرنې ریاست د معلوماتو له‌مخې، د دې ولایت ځنګلونه د هېواد ۲۵ سلنه جوړوي چې د ولسواکۍ نظام له رامنځته کېدو راوروسته څوو کلونو کې د کونړ له پاتې شویو ځنګلونو یې هم ۳۰سلنه په ناقانونه ډول له وهنې وروسته نورو ولایتونو او حتا بهرنیو هېوادونو ته هم قاچاق شوي‌دي.

د کونړ ځېنې قومي مشران وايي، د ځنګلونو په پرې کولو او قاچاق کې تر ډېره حکومتي چارواکي او زورواکي لاس لري.

د کونړ د کرنې رییس انجینیر انعام‌الله ساپی وايي، د حکومت د څار او ولسي ملاتړ په‌واسطه تر ډېره اوس دې ولایت کې د ځنګلونو پرې کول او قاچاق یو څه کم شوی؛ خو په خبره یې، یوازې د حکومت له حاکمیت بهر سیمو کې وهل کېږي.

هاخوا د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي هڅه کوي چې ولسمشرمحمد اشرف غني او د زراعت وزیر ته قناعت ورکړي چې له دې شوراګانو ځېنې کسان د ځنګلونو د ساتنې له‌پاره د شنې قطعې په شکل مقرر کړي.

والي وايي، د کومې قومي شوراګانو په ساحه کې که د نویو احیاکېدونکیو ځنګلونه ۳۰ سلنه تخریب شول یا د پخوانیو سمه ساتنه ونه شوه؛ نو د اړوندې شورا غړي به څارنوالۍ ته ور وپېژني.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام