د فاریاب کروندګر: وچکالي به مو له شتمنۍ او مالدارۍ خلاص کړي

په روان ژمي کې د هېواد په زیاترو سیمو کې هوا وچه او سړه ده؛ تر دې وروستیو پورې واوره او باران ونه ورېدل.

په فاریاب کې لا هم د طبیعت غصه پر خپل ځای ده او وچکالۍ د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه کړې او د دغه ولایت زیاتره کروندګر له کرکیلې زړه تورن شوي دي. دوي وايي، د اوبو ورځ تربلې کچې کمېدل څرګند خبرداری ورکوي چې راتلونکی کال به له بې رحمه وچکالۍ سره مخ شي.

د فاریاب کلای کاریز سیمې بزګر خیرمحمد وايي، په دښتو او غرونو هېڅ بارانونه ونه شول له کبله یې لښتي وچ شول او د یوې زښتې سختې وچکالۍ اټکل کېږي.

عزیزالله نومی چې په دې وروستیو کې یې د جلابۍ کاروبار پرېښي دی وايي، وچکالۍ یې په چارو منفي اغېزی کړی؛ نور له جلابۍ او کرکیلې تمه نه لري؛ په پلان کې یې ده له قاچاقي لارې ایران ته ولاړ شي.

د فاریاب د کرنې او مالداری رییس محمد سلیم رنجبر وایي د وچکالۍ دوام له امله دغه ریاست له مرستندویو بنستونو د ۱۵۰۰ ټنو غنمو د مرستې غوښتنه کړې.  

د فاریاب ولایت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزی رییس عبدالوهاب اکبری سلام‌وطندار ته وویل لا هم وچکالي احتمالي خبره ده او که وچکالي شي؛ دغه ریاست د مرستو له‌پاره پوره چمتووالی لري.

فاریاب کې پرلپسې وچکالۍ او اوبو کمښت نه یوازې د اوبو زېرمې ګواښلي بلکې د انګورو باغونه یې هم تر ګوزار لاندې نیولي چې کروندګر یې اندېښمن کړي دي. دغه ولایت د هېواد له نیمايي زیاته برخه ممیز تولیدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام